IQNA

پر افغان انجونو د طالبانو د پوهنتونو ددرواړو تړل یوه خطرناکه فیصله ده

6:46 - December 21, 2022
د خبر لمبر: 3486632
ایکنا-(تهران)ّ  افغانستان د تبیان ټولنیزو کلتوری فعالیتونو د مرکز مشر حجةالاسلام سیدعیسی حسینی مزاري د طالبانو دحکومت ددغې فیصلې په غبرګون کې ټينګار کړی،که پر افغان انجونو د پوهنتونود دروازو دتړلو په باب دطالب حکمرانانو فیصله رښتیا وي ،نو واقعا ډيره افسوسناکه او خطرناکه فیصله ده،تمه خو دا وه چې پر دغو انجونو دښونځیو دروازې خلاصې شي اواوس پرې دپوهنتونو دروازې هم تړل کیږي.

ایکناخبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړ،د افغانستان  د طالبانو دحکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ،محصیلې به تر بلې  خبرتیا پورې ددغه  هیواد پوهنتونونو ته د تلو اجازت ونه لري.

طالبانو په افغانستان کې بیرته واک ته په رسیدا سره  دانجونو په وړاندې له شپږم صنفه د پورته  درسونو  دروازې وتړلې  او دغه راز ئې په ادارو کې  کارکونکي ښځې  هم په کورونو کې کیښونلي دي ،حال دا چې  د طالبانو  موقته حکومت بیا هم دنړیوال رواوالي دترلاسه کولو هڅه کوي چې  د میرمنو  دحقوقو رعایتول د نړیوالې ټولنې تر ټولو لومړنۍ  غوښته ده.

په راپور کې وئيل شوي دي،د طالب حکومتي کابینې له غونډې وروسته دغه فیصله اعلان شوې  ده دغې فیصلې د ښځو او  انجونو پر حقوقو د طالبانو په واکمنۍ کې یو بل سخت ګوزار حسابیږي. داپه داسې حال کې دي چې   د لوړو زده کړو د منع کیدا دغه فیصله  هاله شوې چې له درو میاشتو هم کمه موده کیږي ، چې په درست افغانستان کې په زرګونو ښځو او ا نجونو  پوهنتونونو ته د رسیدا لپاره  عمومی کنکور امتحانونه ورکړي او ډيرو دا هیله درلوده  چې تدریس او طبي څانګې د راتلونکي کار په توګه وټاکي خو بیا هم ونه شوه.

په عین حال کې د ملګروملتو د بیړنیو مرستو غږملونکي مارتین ګریفیتس  پرون  دافغانستان په باب دامنیت شورا  په ناستې  وئیلی دي ،په افغانستان  کې پر میرمنو او انجونو د هرې ورځې خنډ،نه او محدودیّتونه ، په دغه هیواد کې د انسان دوستۍ په فعالیتونو کې د میرمنو د ګډون  مخه نیسي. همداراز په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ  دپلاوي ددفتر مشرې رزااونببایوا هم هغو زیاتیدونکو چیلنجونو ته په اشارې سره چې افغان میرمنې او انجونې ورسره لاس اوګریوان دي ، ټينګار وکؤ، له کار او پرانیستو فضاؤ څخه دمیرمنو محرومول  افغانستان ته سخت  تاوان رسوي.

https://www.avapress.com/fa/news/262640/%  

captcha