IQNA

طالبانو د پاکستان په بوړکي خرلاڅئ سرحدي سیمې توغندوي برید کړی

16:17 - November 22, 2022
د خبر لمبر: 3486494
ایکنا-(تهران)د پاکستان دپاراچنار سیمې طوري ا و بنګښ قومونو څه موده مخکې طالبانو ته د کروړنو روپیو په نغدو او خوراکي مرستو لیږدولو سره د ورورولۍ او دوستۍ لاس اوږد کړی ؤ خو طالبانو دخپل هویّت په اساس د حکومتي ځایونو په ځاي په دغو ولسی سیمو توغندي وورول.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په ختیځ کښې د پکتیا ولایت په ډنډه پټان سرحدي سیمې کښې د جنګ د ختمولو لپاره د پاکستان د بوړکي او د خرلاچي کلیو له مشرانو او پوځي چارواکو سره د افغانستان د طالبانو د پلاوې خبرې پرون له نتیجې پرته پاې ته ورسیدې چې حالات ورسره لاترینګلي شول او له ځينو کلو د خلکو کورنۍ هم  کډه په سر شوې

د پاکستان د بوړکي او د خرلاچي کلیو مشرانو او خلکو وویل چې د افغانستان طالبانو د دوې څوارلس سوه جریبه ځمکه لاندې  کړې ده او دغه ډله اوس غواړي چې د طوري قوم په ځمکو کښې یو سړک جوړ کړي.

د پاکستان د بوړکي او د خرلاچي کلیو طوري قبائیلو د طالبانو ددغه کارمخه ونیوله چې له کبله یې طالبانو د پاکستان د طوري قبائیلو په بوړکي او خرلاڅي سیمو د درنو او سپکو وسلو ډزې وکړې چې له کبله یې تراوسه د پاکستان یو پوځي وژل شوی او د بوړکي کلي یوشمیر کسان ژوبل شوي چې یوه ښځه او جینې او څو نور ځوانان پکښې شامل دي.

د پاکستان د کورمې د بوړکي او د خرلاچي کلیو مشرانو او خلکو د پاکستان له پوځ ه غوښتي دي چې د افغانستان د طالبانو د غیرقانوني اقداماتو مخه ونیسي او طوري قبایلو ته دې خپلې غصب شوي ځمکې بیرته ورستنې کړي.

باید ووئيل شي چې  کابو یوه میاشت مخکې د همدغه پاراچنار ولس ؤ چې په افغانستان جنوبی ولایتونو کې د سختو زلزلو او ورښتونو له امله له تاواني شوو خلکو سره ئې د طالبانو په وسیله په کروړونو روپیو نغدي او خوراکي او درملیزې مرستې کړې وې او دغه راز ئې ورته د ورورولۍ او ښه ګاونډيتوب لاس ور اوږد کړی ؤ ،خو ډیری شناندي وائي طالبان یوه داسې ځيږه  او تاؤتریخجنه او کبرجنه ډله ده چې هیڅکله هم ښه وخت او ښه ورځ نه غواړي او باید حتما له چاسره  ځان لاس او ګریوان وساتي.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i123920

captcha