ایکناخبری آژانس راپور راکړ،دعربستان چارواکو اجازت ورکړی د قطر د ۲۰۲۲کال د فټ بال نړیوال جام نندارچیان چې ؛هیا؛ کارډ لري ، د نړیوال جام دترسره کیدا په پړاؤ کې مکې او مدینې ته تللی او حج او عمره ادا کولی شي.د عربستان د خارجه وزارت د ویزو دبرخې عمومي مدیر خالد الشمري په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، ویزې به وړیا وي او عربستان ته د تلو امکان به د نومبر له یولسمې نیټې د دسمبر تر اتلسمې نیټې پورې وي.
د میډل ایسټ نیوز د راپور په اساس، له دې مخکې هم دعربستان چارواکو وئيلي وو،هر هغه نندارچي چې ؛هیّا ؛ کارډ ولري ،له ویزې پرته دغه هیواد ته تللی او تر شپیتو ورځو پورې هستوګن کیدلی شي.
عربستان په دغه اقدام سره هڅه کوي، دقطر هیواد له کوربتوبه د ځان په ګټه استفاده وکړي او په راتلونکي کې سیلانیان خپل هیواد ته جذب کړي.
هیّا کارډ څه شی دی .؟
هیّا کارډ(Hayya card) هغه ډيجیټلي کارډ دی چې د قطر د ۲۰۰۲کال د نړیوال جام دسیالیو په دوران کې په قطر هیواد کې دتاسو دشتون اجازت صادروي.
په هیّا کارډ سره په دغو نړیوالو لوبو په پړاؤ کې قطر ته د سفر او د ایران او نورو هیوادونو د لوبو د لیدو لپاره نور دقطر د ویزې اخستو ته هیڅ ضرورت نه لري.
د فټ بال پلویان باید د قطر د ۲۰۰۲کال دنړیوال جام د ټکټونو له اخستو وروسته،بایدد هیّا کارډ دترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي، چې په دغو لوبو کې د شتون لپاره به ضروري وي.یو هغه امتیاز چې د هیّا کارډ لرونکي ورڅخه برخمن کیږي،د فټ بال د سیالیو دترسره کیدا په شپوورځو کې ټرانسپورټ وړیا دی.