ایکناخبری آژانس د الخلیج له قوله راپور راکړ،ددوبئ د ؛جیټکس ګلوبل ؛نومې نندارتون په دوهمه ورځ ،ماشومانو ته د قرآن کریم د ښونې لومړنۍ ځانګړي سمارټ ګړئیا ساعت نندارې ته وړاندې شو. دغه ګړئ چې د iQIBL))له خوا وړاندې شوي ، (K۰۱) نوميږي او د ماشومانو لپاره د یوه موبایل په څير کار کوي، په دې توګه چې پکې د سیم کارډ اچولو سره ورسره آډیو او ويډیوئي تماس هم ټيڼګیدلی شي . دغه ګړئ یا ساعت همداراز د ماشومانو دساتنې په خاطر هم استعمالیږي او مور پلار ته ډاډ برابروي ،ځکه چې په دغې ګړئ سره چې ماشوم ورڅخه استفاده کوي، د QIBLA KID پروګرام څخه په استفادې سره مور پلار ته دماشوم دقیق ځاي هم معلومیږي.
مور پلار همداراز د کور یا ښونځي شاوخوا کرارې سیمې تعریفولی شي، پر دې اساس له دغو سیمو د ماشوم د وتلو پر مهال ګړئ مور پلار ته دددغه خبر د اعلانولو لپاره یو پیغام لیږدوي.