IQNA

د دین د موخو د احیاء لپاره تاریخي پاڅون

22:44 - July 27, 2022
د خبر لمبر: 3486033
ایکنا-(تهران)اسلام د تاریخ یو مهم ټکی،هغه اقدام دی چې دحضرت محمد مصطفی(ص) لمسي د حج د مناسک  په مینځ کې پيلوي او ددیني اوسیاسی پاڅون او قیام په نیّت،دعراق په لور حرکت کوي. یو داسې اقدام چې د پاڅون کونکو شهادت لامل کیږي،خو په نهایت کې سبب شوی،په تاریخ کې د ریاکاروحاکمانو د انحرافاتو په مقابل کې  داسلام  حقیقي لاره ثبت  او تل پاتې کړي.

د جولائي میاشتې دیرشمه نیټه د محرم الحرام د میاشتې له پیلیدا سره سمون خوري. محرم میاشتد د یوې داسې  حرانیونکي واقعې ښودنه کوي،چې د اسلام د تاریخ یو مهم ټکی حسابیږي. د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) یو پاک لمسی حضرت امام حسین علیه  السلام چې د انقلابی دیندارۍ بیلګه دی،دحج په موسم کې،د دینی او سیاسی پاڅون په نیّت سره،له مکې د کوفې په لور حرکت کوي.

همدغه لنډ روایت،د انسان په ذهن کې ډیرې سترې پوښتنې راولاړې کوي:داسې کوم مهم هدف ؤ چې  دحج د دستورو له ترسره کولو لامهم ؤ؟د پيغمبر اکرم(ص) له رحلت یوازې پنځوس کاله وروسته په امت او حکومت کې داسې  انحراف راپورته شوی ؤ چې  د بهشت د ځوانانو سردار(د پیغمبر اکرم په تعبیر چې  امام حسین په باب ئې کاروه) د مسلمانانو په ټولنې کې باید پاڅون وکړي؟

دا سوالونه او پوښتنې ښئ چې له څومره لوئې پيښې سره مخامخ یوو. یوه داسې پيښه چې  دمحرم دمیاشتې په لسمه ورځ  دعاشورا  په غمیزې سره مونږ  له سترو حیرانونکو پيښو سره مخ کوي؛حضرت امام حسین علیه السلام  چې درست مسلمانانو هغه په تقوا او له اسلامه په پيروۍ  مخکښ پيژند، دستمکارو حاکمانو په مقابل کې له خپلې کورنۍ سره یو ځاي او له خپلو نورو دوه اویا یارانو او اصحابو سره  یوازې پاتیکیږي او بیا شهیدیږي. تاریخي روایتونه،د مقابل یزیدی لښکر شمیر له لسو تر دیرشو زرو کسانو پورې بیان کړی، چې په ډیرې بې رحمۍ او ظلم سره د امام حسین او دهغه بزرګوار یاران شهیدان کوي .داسې چې د تاریخ په اوږدو کې  دهغه بزرګوار د هر یوه باوفا ملګري  دشهادت لپاره مفصلې مرثیې  اوویرنې بیان  شوي دي .

دحضرت امام حسین علیه السلام وصّیت نامه،د خطبو، ویناؤ او لیکونو ټولګهچې په تاریخ کې ثبت شوي،د عاشورا د پاڅون د موخو او انګیزو دپيژندلو لپاره تر ټولوښه لاره ده چې دوي ته مراجعه کول  ډيرو پوښتنو ته یو مناسب ځواب وړاندې کوي

1 پاڅون ولې ؟

           حضرت امام حسین علیه السلام پخپلې یوې وصیت نامې کې  چې له مدینې د وتلو په وخت او  له خپل ورور محمد بن حنفیه  سره د خداي په آمانۍ په وخت کې  ئې د هغه لپاره لیکلې وه ،د خپل حرکت هدف داسې بیانوي؛اِنيِ لم یخرج اشرا ولا بطرا و لا مفسدا واظالما،و انما خرجت الطلب الاصلاح فی امةجدی محمدي اربد ان امر ابالمعروف  و نهی عن المکر و اسیر بسرة جدی محمد وابی علی ابن ابی طالب........؛زه د دنیا مقام او مال او شتمنۍ ته درسیدا لپاره او دغه راز په اسلامی  ټولنې کې دستم او فساد لپاره پاڅون نه کوم،ماددې لپاره چې اسلامی ټولنه اصلاح کړم پاڅون مو وکړ اراده  مو ده چې امر باالمعروف او نهی از منکر وکړم  او د خپل نیکه او د خپل پلار په رودې سره  چلند کوم::: حضرت امام حسین علیه السلام  همداراز د حج په دستورو کې   په مکې مکرمې کې د  مختلفو  اسلامی ټاټوبو  د یو شمیر عالمانو اوشخصیتونو په ټول کې د یوې کوټلي او ولولناکې وینا په کولو سره، د دین د نیالګي د ساتنې ،د امویانو دجنایتونو په وړاندې د  چپتیا د پیغامونو او د مسلمانانود  اعتقاداتو د ساتنې لپاره  د ښارونو،د عالمانو او لویانو د درندې دندې  په یادونې سره ،د اموي حاکمانو د انحرافي  او ددین په ضد د سیاستونو په وړاندې د دوي په خاموشۍ سختې نیوکې وکړې او له دوي سره ئې هرډول ملګرتیا او سازباز کول  نه بخښونکي ګناه وبلله. امام بزرګوار دخپلې وینا په پاي کې، د خپلو اقداماتو اوفعالیتونو موخه،د حاکم ستمګر نظام په ضد چې څو کاله وروسته ئې ځان د یوه غورځنګ په چوکاټ کې وبریښوه ، داسې اعلان کړ؛ اللهمَ اِنَکَ تعلمَ انهُ لم یکن ما کانَ مِناَتناسافی  سلطان ،......؛ خدایه ! ته ښه پوهیږې  هغه څه چې  ما ترسره ړل(د اموي حاکمانو په ضد   د ویناؤ او اقداماتو په شان کارونه )، د دنیا په هیڅ شیانو کې د زیات غوښتنې ، په فرمانروائۍ کې  د مخکښ کیدا او د سیالس په دلیل  نه دي ، بلکې  ددې لپاره دي چې  د تا د ین نښې نښآنې (خلکوته ) وښایم،  او دتا  پر ټاټوبو اصلاح ښکاره کړم. غواړم  د تا کړیدلي بندګان په آمان او آرامښټ کې شي او  د تا په احکاماتو او سنتونو او واجباتو عمل وشي :

په دقت سره په دغو جملو کې له هغو ا قداماتو او فعالیتونو څخه د امام حسین علیه السلام په څلورو موخو، چې د قیام لپاره ئې  د یزید د حاکمیّت  په دوران کې ترسره کړل پوهیدلی شو.

  • د سوچه محمدي او اصیل اسلام دمظاهرو اونښو نښانو احیاء
  • د اسلامی ټاټوبو د خلکو د وضعیّت  اصلاح  او ښه کیدا
  • دکړیدلو خلکو د امنیت تامینیدا،
  • د الهي احکامو او واجباتو باندې دعمل لپاره د مناسبې زمینې برابرول.
captcha