IQNA

عمران خان لیرې او شهباز شریف د پاکستان نوې ۲۳ لومړې وزیرشو

18:11 - April 11, 2022
د خبر لمبر: 3485666
تهران(ایکنا)- د پاکستان په ولسی جرګې کې ترپرون پورې د واکمن تحریک انصاف ګوند درستو استازو دامریکائي استعمار په بې ځایه ګوت وهنو باندې په اعتراض کې په استفی پسې دمسلم لیګ ن څنګې مشر شهبازشریف د درست اپوزشن یو اړخیز لومړی وزیر وټاکل شو .  

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکر، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان پرضد د تحریک عدم اعتماد له بریالیتوبه وروسته د نوی لومړی وزیر لپاره د ملی پارلیمان یا ولسی  جرګې په غونډه کې شاه محمود قریشی  د تحریک انصاف د استازیو په ګډه استعفا اعلان او غونډه یې بایکات کړه چی په دې سره شهباز شریف د لومړی وزارت لپاره یوازینی کاندید پاتې شوې وو .وروستی راپورونه وایی چی شهباز شریف د پاکستان نوې لومړې وزیر غوره شوې . هغه د ولسي جرګې په هال کې د موجوده ټولو ۱۷۴  استازو ټوله راې ترلاسه کړې .

شاه محمود قریشی ویلی وو چی په پاکستانی ملت شهباز شریف تپل کیږی .

ډیری شناندی او خلک باوری دی چی د عمران خان دولت د لیری کولو تر شا د امریکا لاس دې ځکه چی عمران خان په بهرنی سیاست کې خپلواکه عمل کاوه.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i114640

captcha