د رپوټ له مخې په مسجدالاقصی کښې پرون د جُمعې د نمانځه په مراسمو کښې لږ تر لږه څلوېښت زره فلسطينيانو شرکت وکړ.
د مقاومت د ډلو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د ډزبندۍ له وخت نه پس دا په مسجدالاقصی کښې د جُمعې دويم نمونځ دے.
له بلې خوا د رپوټونو له مخې په لويديځه غاړه کښې د صهيونېسټ مېشته ښاريو د جوړولو په خلاف په پرونيو مظاهرو کښې په لسګونو کسان د صهيونېسټو فوځيانو په ډزو سره ژوبل شول.
د صهيونېسټ رژيم ځواکونو د نابلس د جنوب په بينا ښارګي کښې د مظاهره کونکو د تيت پرک کولو لپاره ربړي ګولۍ او اوښکې بيونکے ګېس استعمال کړ.
همدارنګ د نابلس په ختيځ کښې په بيت دجن ښارګي کښې او د لويديځې غاړوې د شمال د قلقيليه د ختيځ په کفرقدوم سيمه کښې هم د داسې نښتو په دوران کښې لسګونه فلسطينيان زيانمن شول.