د برلین لوې څارنوالۍ په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ: د آلمان پولیسو د څیړنو په چوکاټ کې د کرونا ککړو کسانو لپاره په غیر قانوني توګه له خلکو د مرستو راټولولو په اړه پنځه جوماتونه تفتیش کړل.
په بیانیه کې راغلي: په هم دې لړ کې ۱۵۰ پولیسو په برلین کې مولانا جومات د خپل تفتیش د عملیاتو ځای وګرځولو او څیړنه یې وکړه.
البته د مولانا جومات د تفتیش عملیات، د سهار د لمونځ د ادا کولو په وخت کې ترسره شو او پولیسي ځواکونه خپلو بوټانو او پیزارو سره د دغه جومات د لمونځ کونکو جانمازونه ترخپو لاندې کړل. دا اقدام د جومات د چارواکو او مسلمانانو له غبرګون سره مخ شو.
3930724