د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران د اټومی انرژۍ ادارې د مشر مرستیال علی اصغر زارعان پرون په قم کښې د فردو (Fordo)په اټومی مرکز کښې په دې خبرې سره چې همدا اوس د ایران د پاخو شویو یورانیمو زیرمې څه دپاسه پینځه سوه (۵۰۰) کلوګرامه دی وویل استخراج او اکتشاف او د څلور سوه (۴۰۰)ټنه زیړو کیکونو(Yellow Cakes) ورزیاتیدل ، د درنو اوبو صادرات او د اراک د تحقیقاتی ریکټر موډرن کول د ایران د اټومی صنعت په بریاو کښې شامل دی .زارعان دغه راز په دې خبرې سره چې دښمانانو په بیلابیلو دسیسو سره د ایران د اټومی فعالیتونو د سست کولو هڅه کوله وویل د ایران ځوانان وتوانیدل په خپل کوشش سره دغه دسیسې شنډې کړی .
د ایران د اټومی انرژۍ د ادارې د مشر مرستیال علی اصغر زارعان ټینګار وکړ د ایران اټومی سائنس پوهان به هیڅکله د دښمانانو تبلیغاتو ته تسلیم نشی او خپلو سوله ایزو فعالیتونو ته به دوام ورکړی .
امریکا د تیر میلادی کال د می د میاشتې په اتمه(۸) نیټه په یواړخیزه ډول له اټومی تړون چې له ایران او پینځه جمع یوې ډلې سره یې لاسلیک کړی وو ووتله .
ایران له اټومی موافقې د امریکا په یواړخیزه ډول له وتلو او د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د جبرانولو لپاره د اروپایی هیوادونو د ژمنو له ناکارندوالی یو(۱) کاله وروسته ګام په ګام د خپلو اټومی ژمنو کمولو ته مخه کړی ده .
https://parstoday.com/ps/news