د ایکنا راپور له مخې، په پېښور کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د پېښور تاریخي موزه شپږ ګالري لري چې بودایی ګالري، اسلامی ګالري، توکمونو او قومونو ګالري، خطاطی ګالري، د ایران ځانګړې ګالري او د سکو ګالري ته شامل دی.
د دې موزې پاڼکې ښیي چې د خطاطی ګالرۍ کښې ترټولو پرتمینه، ترټولو عالي او لویه خطي نسخه د شاهنامه فردوسی طوسي ده چې د یوولسمې میلادې پېړۍ سره تړون لري او د ایران بېلابېلو شاهانو زمانو ۴۶ انځورونه منعکس کوي.
د دې راپور له مخې، په پېښور کښې د ایران کلتوری سازمان مشر عباس فاموری په پېښور کښې له دغه موزی لید کړي او د دغه موزې مشر آصف سره یی کتنه کړي ده.
آصف د دې کتنې او لید او د موزې تاریخ او د هغې جوړېدو ته اشارې سره وویل: دا سیمه د ستر خراسان حصه وه او هم په دې وجه د دې موزی اسلامی ګالري یوه حصه ایرانی هنرمندو سره ځانګړتیاوې لري.
هغه زیاته کړه: په دې ګالرۍ کښې د ایران سترو شاعرانو خطي آثار او همدارنګه د شاهنامه فردوسی، ګلستان او بوستان سعدی، مولوی مثنوی او د حافظ دیوان نه ساتنه کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3704137