IQNA

د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د لویديځو ولايتونو له زندانونو سلګونه بنديان خوشې شوی.

5:47 - April 10, 2024
د خبر لمبر: 3489027
ایکنا- د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په حکم د ټول هیواد له زندانونو  ۲۸۵۵ تنه خوشي شوي دي.

ایکنانیوز  د آوا  له قوله راپور راکړ ، دافغانستان  د هرات د  زندان عمومي مدیر مولوي محمد نبي خلیل وايي،د کوچني اختر په مناسبت د دغه ولایت له زندانه ۲۵۲ بندیان خوشي شوي دي چې په هغو کې   ٣٩ ښځې او ١٣ ماشومان  هم شامل دي، چې بخښل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د ١٧ نورو کسانو د حبس اندازه کمه شوې ده.

مولوي خليل يادونه وکړه، چې د هرات له زندانه خوشې شوي کسان زياتره هغه کسان دي، چې په سپکو جرمونو بنديان وو او د اختر په مناسبت بخښل شوي وو.

دغه راز د افغانستان د  غور ولایت  د استيناف محکمې عمومي مشر شيخ مولوي عبدالکريم صميم ههم  وايي، د غور له ولايتي زندانه ٥٠  بنديان خوشې شوي، چې ٤١ نارينه او ٩ يې ښځې دي.

له بلې خوا د نيمروز د محاکمو مطبوعاتي مسئول مولوي سخي احمد جلالي هم وايي چې د کوچني اختر په مناسبت د دغه ولايت له مرکزي زندانه ٩٥  بنديان  او ٥٩ تنه نور د بند په موده کې خوشي شوي دي.

په همدې حال کې د فراه ولايت د استيناف محکمې رييس مولوي محمد ګل صياد وايي، چې د هغو ١١٦ تنو له ډلې څخه چې د خوشې کېدو په حال کې دي، له دې جملې څخه ٩٢ تنه هغه بنديان دي چې په بېلابېلو سيمو کې د نشه يي توکو د پېر او پلور په جرم نيول شوي وو.

 د یادولو وړ ده چې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د طالبانو د مشر ملا هبت ا... اخوندزاده په حکم د ټول هیواد له زندانونو  ۲۸۵۵ تنه خوشي شوي دي.

https://www.avapress.com/ps/news/288526

captcha