ایکنانیوز - پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي روان سفر یو داسې تاریخي سفر دی چې تمه کیږي،د تهران او اسلام اباد د اړیکو په پراختیا کې د یوه نوي سپرَکي د پرانیستو سبب شي.
له دغه سفره د پاکستان د مختلفو عمومي سیاسی او حتی اقتصادي ټولنو ډير پراخ هرکلی په دغه هیواد کې د دواړو لورو د اړیکو د یوه نوي سپَرکي د پرانیستو په اړه خوش قسمتي ګڼل کیږي.اسلام اباد ته د ایران د اسلامی چمهوریت د ولمسشر له سفر سره په یووخت د پاکستان سیاستوالانو او دګوندونو مشرانو هم ابراهیم ریئسي ته دهرکلي په وئیلو سره دخپل مینځیو اړیکو له پراختیا د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا اعلان کړه.
کابو له دوو واونیو راهسې د پاکستان سیاسی او رسندوئي ټولنو اسلام اباد ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د سفر په باب په شننو سره دا دددواړو خواؤ په اړیکو کې د بدلانه پیچومی ارزولی دی. په تیره بیا دا چې د سفر چورلیزتوب د اقتصادي او تجارتي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا او د دوواړخیزو خبرواترو او سیمه ایزو مشورو دوام دی.
دې ته په پام سره چې د ایران د اسلامی جمهوریت دحکومت اصولي سیاست له ګاونډیو هیوادونو سره دمناسباتو پراختیا ده ، په تیرو دوو کلونو کې د تهران او اسلام اباد د اړیکو سویه په اوڅاره توګه پراخه شوې ده او په تیرو دوو کلونو کې د تجارتي مبادلاتو اندازه د پام وړ لورنیونې سره د دوه نیم میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده.
د سیاسی چارو یو کارپوه عباس فیاض په دې باب وائي، د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان پر دې سربیره چې دوه اسلامی او ګاونډي هیوادونه دي ، ډير کلتوري ،مذهبی او تاریخي او حتی ژبني مشترکاتو څخه هم برخمن دي او فارسي ژبه په پاکستان کې یو پلوي لرونکي ژبه ده او په تیرو وختونو کې په دغه هیواد کې یوه رسمي ژبه حسابیدله.
پر دې سربیره دپاکستان خلک له ایران سره دملګرتیاپراختیا ته ځانګړی اهمیّت ورکوي چې اوج ئې پاکستان ته د رهبرۍ د ستر مقام د سفر په هغه تاریخي هرکلي کې چې د ایران دولسمشرۍ په پړاؤ کې ئې دغه هیواد ته درلود،شاهدان وو،د ایران او پاکستان د اړیکو پراختیا،پراخې اقتصادي، تجارتي او د پانګونې داسې پراخې زمینې لری چې د فرصتونو او پلیټ فارمونو په لازیاتې پيژندګلوۍ سره ئې د ملګرتیاؤ د ورځ تر بلې د پراختیا شاهدان کیدلی شو،ځکه موجوده فرصتونو او زمینو ته په پام سره دتجارتی مبادلاتو اوسنی اندازه د قانع کیدا وړ نه ده .
د پرَدَیو ټولنو له غرضي څرګندونو سره سره ،په مکران او همداراز په ګوادر او د ایران په چابهار کې د پانګونې او د سیمه ایز تجارت د پراختیا په باب باید و وئیل شي ، چې دا سیمې نه یوازې له یوه بلې سره ډغره نه وهي ، بلکې د سیمه ایزې پراختیا لپاره د یوې بلې پشپړونکي هم دي . په تجارتي او اقتصادي برخو کې د ملګرتیاؤ په پراختیا سربیره ، ایران او پاکستان د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو په باب هم ډير ګډ دریځونه لري چې دغیز شیندونکي عامل په توګه،د لویدیځوالو له خ وا ډیر تپلي معادلات بدلولی شي.
د وحشي صهیونیسټي رژيم د زیاتیدونکو جنایتونو په وړاندې د فلسطین دمظلوم ملت ددفاع موضوع ، په دې زمینې کې د پاکستان ملت او حکومت هم همیشه مخکښ دی په دغو مشترکاتو کې شامله ده.
شک نشته چې له دغه وحشي رژيم سره په مخامخیدنې کې د اسلامی هیوادونو په نفس باندې اعتماد ، داسلامی نړۍ په تیره بیا د فلسطین د موضوع په باب د مشکلاتو له حل سره ډيره مهمه مرسته کولی شي.
د صهیونیسټ ماشوم وژونکي جنایتکار رژيم په ضد په وعده صادق نومې عملیاتو سره د ایران داسلامی جمهوریت رټونکی او سزا کونکی غبرګون، نه یوازې د دغه جنایتکار رژیم ډَډ اقتدار سره وَنړوۀ، بلکې وې ښودله چې اسلامی نړۍ د فلسطین د ولس ډ آئيډئيل دخوندي ساتلو لپاره له ډ يرو ظرفیّتوننو څخه برخمنه ده .
له دې امله پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت روان سفر به بې شکه د نړیوال استکبار په وړاندې د اسلامی نړۍ داقتدار او عزت دخوندي ساتلو لپاره داسلامی هیوادونو د ورورولۍ او اتحاد له پیاوړتیا سره د مرستې په لړ کې یو مهم ګام وي. په همدې دلیل ، د پاکستان ولس هم تمه لري ،ددغه هیواد حکومت د ایران له اسلامی جمهوریت سره په یوزړتوب او یوه خولۀ د انرژۍ د برخې پشمول د پراختیا په لړ کې او همداراز د توکمپال او جنایتکار صهیونیسټي رژیم په وړاندې د مقاومت د جبهې د پیاوړتیا لپاهر عملی اقدامات ترسره کړي او وبریښوي چې له صهیونیسټي نیواکګرو سره په مقابلې کې د مقاومت ترڅنګ ولاړ دي.