IQNA

په یونیسکو ادارې کې د فلسطین په ګټه درې پریکړه لیکونه تصویب شول

14:44 - March 25, 2024
د خبر لمبر: 3488940
ایکنا- د ملګروملتو د تعلیمي،عملي او کلتوري ادارې(یونیسکو) اجرائي شورا د چارشنبې په ورځې د فلسطین په ملاتړ کې د دوو پریکړه لیکونو له تصویبیدا وروسته د جمعې ورځې په ناستې  کې  چې د فرانسې په پلازمینې پاریس کې ترسره شوه، دریم پریکړه لیک هم د فلسطین په ګټه تصویب کړ.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د یونیسکو ادارې اجرائي شورا،د جمعې په ورځې ، دریم پریکړه لیک هم د فلسطین په ګټه تصویب کړ.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې ويلي دي، یونیسکو ادارې د جمعې په ورځ  په یوه خوله د دوو پریکړه لیکونو له تصویبولو وروسته د؛د یونیسکو د ماموریت پر ټولو اړخونو د غزې تړانګې د اوسني وضعیّت نتیجو او اغیزو؛ په عنوان سره دریم پریکړه لیک هم تصویب کړ. مخکیني دوه پریکړه لیکونه  د نیواکي فلسطین په زمینې کې  او د فلسطین د ښونې او کلتوري موسیسو په باب  دي.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکي د دریم پریکړه لیک دتصویبیدا هرکلی وکړ او وې وئيل،د نیواکګرو له خوا په تیره بیا په غزې تړانګې کې د قوانینو خلاف ورزیو او جنایتونو ته په پام سره د یونیسکو په کاري حوزې کې د فلسطین د خلکو د حقوقو د ساتلو  لپاره د پریکړه لیکونو تصویبیدا ډير اهمیّت لري.

هغه په دوام کې ووئيل،د یوه پروګرام د اجرا لپاره د تاوانونو د څارنې او له خلاف ورزیو سره د مقابلې له لارې پخپلو مسئولیّتونو باندې په عمل کې دنړیوالې ټولنې پر توانمنیو د ګواهۍ ددغو پریکړه لیکونو تصویبیدا،د فلسطین د خلکو،کلتوری میراث او دهغوي د تاریخ د ساتنې  لپاره فوري اقدام دی چې د صهیونیسټ رژیم له خوا ګواښل کیږي . دغه اقدامات همداراز د غزې تړانګې د بیا رغونې لپاره  هم ضروري دي.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د خارجه وزارت د اعلامیې په اساس،د یونیسکو  اجرائي شورا د چارشنبې په ورځ  په یوه خوله  د فلسطین له حکومت سره په رابطه کې د نیواکي فلسطین او د کلتوري او ښونې د موسیسو په باب دوه پریکړه لیکونه تصویب کړی ؤ.

ددغو درو پریکړه لیکونو تصویبیدا د غزې په ضد د صهیونیسټي رژيم د هراړخیزې او ډله ایزې حملې په سیورې کې ترسره شوې چې د څه دپاسه دیرش زره فلسطینیانو پر شهادت سربیره، چې زیاتره پکې ماشومان او ښځې ترسترګو کیږي، د ډيرو زیاتو کنډوالو سبب شوې ده.له یوې خوا قخطۍ او د اوبو او خوړو کمښت د ډيرو خلکو ژوند اخستی دی او صهیونیسټي رژيم  ددغو اقداماتو په دلیل د لومړي ځل لپاره د انصاف په نړیوال عدالت کې د نسل وژنې له تورونو سره مخامخ شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4206823

captcha