IQNA

وحشي صهیونیسټان د امریکا په ملتیا او ملګرتیا سره جنایتونه کوي

6:42 - February 14, 2024
د خبر لمبر: 3488715
ایکنا-  د یمن د  انصار الله ولسی غورځنګ عمومی منشي عبدلمالک بدرالدین  الحوثي د غزې تړانګې په جنوب کې په رفح  سیمې د مځکنۍ حملې لپاره د صهیونیسټي رژيم  زمینه جوړونې ته په اشارې سره  ووئيل،په رفح سیمې باندې دحملې لپاره ګواښونه او دړکې د امریکا او بریتانیا په شنې اشارې سره ترسره کیږي.

 ایکنا نیوز د المیادین له قوله راپور راکړ، د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ مشر بیګا پخپلې وینا کې ووئیل، امریکا له خپل دوکه باز سټایل سره سره،د اسرائيلو د ټولو جنایتونو یو حقیقي شریک هیواد دی او د امریکا او انګریزانو د جاسوسۍ او پيژندونکي الوتکې په رفح کې د ډله ایزو وژلو او د ډير لوي جنایت  لپاره په چمتو کیدا دي .

 هغه ټينګار وکړ،د اسرائيلو ګستاخي او جنایتونه په دې دلیل دوام لري،چې امریکایان اوانګریزان پکې ګډون کوي او د امریکا رول د صهیونیسټانو د جنایتونو ددوام زمینه جوړونکی دی.

الحوثي روښانه کړه،اسرائيلي دښمن به په رفح د حملې  اقدام ونه کړي مګر په امریکایانو په تکیې سره،او داپه داسې حال کې دي چې امریکایان له خپلو ملنډو ډکو څرګندونو سره دنیا ته دوکه ورکوي.

هغه ډاګینه کړه،د هغې لوئې خطرې په باب چې په رفح کې د فلسطین ملت ته متوجه  کیږی،مسئولیّت د اسلامی نړۍ په غاړه دی،ځکه چې ټول باید د اسرائيلو په وسیله د اعلان شوي جنایتکار اقدام ته په پام سره  د فلسطین له ملته دملاتړ لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

عبدالمالک بدرالدین الحوثي  همداراز په یمن باندې د امریکا اوبریتانیا  د تیریګرو حملو په باب هم ووئیل، دوي د اسرائيلی دښمن دکشتیو د ساتنې او دمونږ پر هیواد دوي د دتیریو لپاره له هڅو سره سره ،  ماته خوړلې ده. هغه ټينګار وکړ، له نیواکګر او تیریګر  رژیم سره د اړونده کشتیو د  تګ راتګ  مخنیوی ،د امریکا،اسرائیلو او بریتانیا  څخه پر جوړ دشرارت  درې ګوڼي  مثلث یو بریالیتوب دی. هغه زیاته کړه ،د مونږ دپوځي عملیاتو نتیجې  نه یوازې  په ایلات کې  په ام الرشراش  کې ددښمن پر وضعیّت  ، بلکې په کلي توګه  د صهیونیسټ رژیم  پر اقتصادي وضعیّت هم اغیزې شیندلي دي. د یمن پوځ او مبارزو ځواکونو ژمنه کړې ده ،  تر هغه مهال چې اسرائیلي رژيم  په غزې تړانګې خپلې حملې ونه دروي ، په سرۀ سمندر کې به  نیواکي ټاټوبو ته  په تلونکو کشتیو یا له دغه وحشي رژيم سره  پر اړونده ټولو کشتیو خپلو حملو ته دوام ورکړي. البته  په عدن خلیج اوسره سمندر کې  د نورو ټولو کشتیو تګ راتګ آزاد دی او  له بشپړ امنیته برخمنې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4199709

captcha