ایکنا د سبا نټ له قوله راپور راکړ، د عمان ستر مفتي شیخ احمد الخلیلي پرون د یمن انصار الله غورځنګ مبارزانو ته په یوه پیغام کې د سره سمندر کې د اسرائيلو د کشتۍ د درولو للپاره د سمندري ځواک په عملیاتو کې د بریالیتوب په خاطرقدرونه او مننه وکړه.
د عمان ستر مفتي په دغې رسمي اعلامیې کې ووئيل، د زړه له کومې مو مننه کوم او دیمن مسلمان،اصیل او ورور ملت ته د وحشي صهیونیسټانو له کشتیو سره د مقابلې لپاره د تاسو د مثبت ګام په خاطر له زړه درته مبارکي وایم او دوي خبره وکړه او بیا ئې پرې عمل وکړ.
شیخ احمد الخلیلی د یمن له درست ولسه وغوښتل څو ددغه لوي اصیل دیني ځواک ګیرچاپیره دې غونډ شي چې د کړریدلو او مظلومو مسلمانانو څخه ملاتړ کوي.
د یمن سمندری ځواک د فلسطین ، او په غزې کې له مظلوم ولس اومقاومتي چورلیز څخه دملاتړ په عملیاتو کې وتوانید، د اسرائيلو ګلکسي لیډر نومې کشتۍ په سره سمندر کې ودروي او د یمن سواحلو ته ئې منتقله کړي.