ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د یمن د پوځ ویندوي اعلان وکړ، ددغه هیواد توغندوي اوډرونز یونټونو په نیواکي ټاټوبو کې بیا ټارګټونه په شیشت کې راوستي او دغه حملې به د صهیونیستي رژيم دنیواکګرۍ تر پاي پورې دوام وکړي.
المسیره خبری چینل راپور ورکړ، جنرال یحیی سریع پرون مازدیګر په یوې اعلامیې کې ووئیل ، د مسئولیّت داحساس کولو له پلوه او د پتمنو او اسلامی ملتونو او دخپل ملت چغې ته د ځواب ورکولو له نظره ، دیمن وسلوال پوځ باید دهغه څه په باب خپله دنده او رول ولوبوي چې په نیواکي فلسطین کې تیریږي .
یحیی سریع زیاته کړې ده،د دریم ځل لباره مو په نیواکي ټاټوبو کې په مختلفو ټارګټونو باندې توغندوي او ډرونز په وسیله بریدونه کړي دي او د اسرائیلو دتیریو تربندیدا پورې به خپلو توغندوي او ډرونز درندو ګوزارونو ته دوام ورکړو.
هغه په دوام کې زیاته کړې ده ، هغه څه چې سیمه بې ثباته کوي ، او د نښتو دایره پراخوي ، د غزې تړانګې او درست فلسطیني ولس په ضد د دښمن دجنایتونو او عامو وژلو دوام دی چې باید مخه ئې ونیول شي.
په عین حال کې د صهیونیست رژیم ۱۳خبری چینل پرون د یوه هغه له مځکې په مځکه ویشتونکي توغندي د مخنیوی مدعی شوی چې دهغوي په وینا دسره سمندر له خوا د نیواکي ټاټوبو په ل ور توغول شوی ؤ.