IQNA

د افغان طالبانو او پاکستان ترمینځ د ترينګلتيا اصلي لامل د ټي ټي پي پر خلاف اقدام نه کول دی

15:41 - September 17, 2023
د خبر لمبر: 3487967
ایکنا-(اسلام اباد) د افغانستان د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان مقتي په کابل کې موجود د پاکستان له ډيپلوماټيک پلاوي سره خبرې وکړې.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د پاکستان يوې خبري سرچینې راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله پرانيستل شوې ،خو د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمینځ اساسي کړکېچ لاهم نه دی حل شوی.

 رسمي سرچينو ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، چې د پاکستان او  د افغانستان د طالبانو ترمنځ د روانې ترينګلتيا اصلي لامل  د تحریک طالبان  پاکستان (ټي ټي پي)ترهه ګرو پر خلاف اقدام نه کول دي.

دې پاکستاني رسنۍ زياته کړې چې د پولې د خلاصولو پرېکړه د افغانستان د طالبانو د رهبرۍ تر مداخلې وروسته وشوه.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان مقتي په کابل کې د پاکستان له ډيپلوماټيک پلاوي سره خبرې وکړې.

همدا راز، د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني هم له پاکستان سره اړيکه نيولې او د بشرپالو دلايلو پر اساس يې د دروازې د پرانيستلو غوښتنه کړې.

سرچينې وايي، چې د افغانستان د طالبانو رهبرۍ ضمانت ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کاریږي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138652

captcha