IQNA

د روهینګیا کډوالو لخوا د تابعیت د حقونو غوښتنه

15:23 - August 28, 2023
د خبر لمبر: 3487867
ایکنا – (میانمار) د روهینګیا کډوالو د خپلو بې ځایه کېدو د شپږمې کلیزې په مناسبت، د خپل تابعیت حق پر رعایت ټینګار وکړ.

ایکنا د الخلیج مباشر په حواله راپور ورکوي چې، په میانمار کې د روهینګیا مسلمان اقلیت د لومړي ظلم له پیل څخه چې د تېرې پېړۍ په شپیتمه لسیزه کې د پوځي واکمنۍ له پیل سره څو لسیزې تیرې شوې او وروستۍ هغه یې د بې ځایه کیدلو څپه وه چې شپږ کاله مخکې پېښ شوه.

اوس، له شپږو کلونو وروسته، شاوخوا ۳۰ زره روهینګیايي کډوالو د جمعې په ورځ د بنګله دېش او میانمار تر منځ پر پوله د کاکس بازار په سیمه کې، له ۳۳ پنډغالو څخه په ۱۲ کېمپونو کې د خپل بې ځایه کېدو کلیزه ولمانځله.

په هغه لاریون کې چې په همدې تړاو ترسره شو، د روهینګیا ویاندویانو د خپل تابعیت حق پر رعایتېدو او په خوندي او داوطلبانه توګه خپلو کلیو ته د ستنېدو پر غوښتنو ټینګار وکړ.

روهینګیايي کډوالو هم له بنګله دېش څخه مننه وکړه چې د میانمار له یو میلیون د زیاتو کډوالو کوربه توب کوي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر یې د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې دغه هېواد ته کډوال شوي او اوس له خپلو ماشومانو او لمسیانو سره د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.

په همدې تړاو د آسیان د بشري حقونو د سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو یوه ائتلاف په یوه بیانیه کې اندېښنه څرګنده کړې چې د روهینګیا له نسل وژنې څخه کلونه تېر شوي، پرته له دې چې په دغه تاوتریخوالي کې ښکېل کسان د هغې پړه پر غاړه واخلي.

کله چې د میانمار پوځ د ملکي سیاسي حکومت پر وړاندې حرکت پیل کړ،اټکلونه په 2017 او 2018 کې د تاوتریخوالي د قربانیانو په شمېر کې توپیر لري، خو ډېری دا اټکلونه ښیې چې سیستماتیک تاوتریخوالی په څو اونیو کې د شاوخوا 10 زره روهینګیايي د وژل کېدو، د 300 کلیو  د ویجاړولو او د 700 زره څخه د زیاتو خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوی.

https://iqna.ir/fa/news/4165162

captcha