IQNA

د میانمار د چارواکو پر وړاندې د ۷۰۰ روهینګیايي مسلمانانو شکایت ثبت شو

8:39 - August 12, 2023
د خبر لمبر: 3487777
ایکنا – (میانمار) څه دپاسه ۷۰۰ روهینګیايي مسلمانانو د میانمار د چارواکو پر ضد شکایت کړی او ویلي چې د دوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

ایکنا د العربیه نیوز ۲۴ ویب پاڼې په حواله خبر ورکوي، چې د تحقیقاتو د کمېټې مشر نیکولاس کومجیان په جینیوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: داسې شواهد راټول شوي چې د میانمار چارواکي او همدارنګه هغه کسان تورنوي چې د روهینګیايي مسلمانانو پر وړاندې د جرمونو د ترسره کولو امر یې کړی دی."

ده ټینګار وکړ: شته شواهد به د هغو قضایي چارواکو د محاکمې لپاره چې تر څارنې لاندې دي، ګټور وي.

د تحقیقاتي کميټې مشر زیاته کړه: دغه راپور له ۷۰۰ سرچینو، عیني شاهدانو، انځورونو، ویډیوګانو، اسنادو، نقشو، جغرافیایي انځورونو او عدلي شواهدو څخه راټول شوی دی.

هغه دې ته اشاره وکړه: دا مسله ښیي چې د نړیوال عدالت تحقق ممکن ډېر وخت ونیسي، خو بریالیتوبونه به تر لاسه کړي.

نیکولاس کومجیان همداراز وویل: له کودتا وروسته د جنایتونو د ثابتولو اصلي ننګونه، قربانیانو او شاهدانو ته رسېدل دي، ځکه چې د میانمار چارواکو هېڅ ډول همکاری نه ده کړې.

هغه ټینګار وکړ: ثبت شوي شهادتونه او مستند معلومات د نړیوالو قوانینو مطابق دي او د روهینګیايي مسلمانانو د حقوقو خلاف ورزی په ګوته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4161564

captcha