ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، په یاد راپور کې راغلي چې له ۵۴۷ ثبت شويو رسنیو له نیمايي زیاتو یې اوس تړل شوي، له ۱۵۰ تلویزوني شبکو له ۷۰ کمې یې فعالې دي، د ۳۰۷ راډيوګانو یوازې ۱۷۰ راډيو خپرونې لري، او د خبري آژانسونو شمېر د تېرو دو کلونو راهیسې له ۳۱ څخه ۱۸ ته راټيت شوی دی.
په ورته وخت کې د امریکا د سولې انستیټیوت هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان تر بیاځلې واکمنیدو وروسته، تر ډېره بریده ډیموکراټیک بنسټونه حذف کړي، او د بیان د آزادۍ د کنټرول په موخه ېې رسنیو باندې نظارتي او تنبیهي محدودیتونه لګولي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته د نورو محدودیتونو ترڅنګ، د خبریالانووهل ټکول، سپکاوی، او نیول هغه څه دي چې خبریالان ورسره مخ دي.