ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، یونسکو پرون یکشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، په کار ده چې د زده کړو او د ښځو اونارینه وو د برابرۍ لپاره بودیجه زیاته شي او لازمه ده چې دا کار همدا اوس وشي.
یونسکو دا ټویټ په داسې حال کې خپور کړی، چې په افغانستان کې نجونې له نږدې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوي دي.
افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې د لېسې او پوهنتون د دورې له زده کړو محرومې دي.
بلخوا داسې هم ویل کېږي چې طالبانو له لسو کلونو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې، چې له دې سره به نجونې یوازې تر څلورم ټولګي د زده کړو اجازه ولري.