زمونږخبریال د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي له ځانګړی غږملونکي فریدون سینیرلی اوغلو سره په کتنې کې ووئيل،نړیواله ټولنه باید پخپلو مسئولیتونو عمل وکړي اونړیوال اورګانونه دې د افغانستان سره په اړونده راپورونو کې د طالبانو د حکومت بریاوې او حقیقتونو ته انعکاس ورکړي.
د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي بیګا هم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،خارجه وزیر له سینیرلی اوغلو سره په کتنې کې هیله ښودلې ده چې دی دې د طالبانو د حکومت د بریاؤ او د خلکو د غوښتنو په منعکس کولو سره سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره نزدې کړي.
د طالبانو د خارجه وزارت ویندوي د سینیرلی اوغلو له قوله هم لیکلی دي،چې هغه د ملګروملتو له مختلفو غړوهیوادونو سره خبرې کړي دي او احساس کوي،نړیواله ټولنه له طالبانو سره دتعامل له ښه کیدا سره دلچسپي لري.