IQNA

د افغانستان د انجونو په زده کړې او کار دې بندیز ختم شي

13:52 - April 30, 2023
د خبر لمبر: 3487263
ایکنا-(تهران) د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل د هغو محدودیتونو لغو کول چې د کار لپاره د افغانستان د ښځو حقوق محدودوي بشر دوستانه مرستو ته د افغانستان د میلیونونو اړمنو کسانو د لاسرسي لپاره مهم دي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ملګروملتونو سرمنشي د افغانستان په هکله د قطر د غونډې په درشل کښې یوځل بیا په افغانستان کښې د ښځو او د انجلیو د زده کړې او د کار د بندیز د لغو کیدا پرضرورت ټینګار وکړ.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل د هغو محدودیتونو لغو کول چې د کار لپاره د افغانستان د ښځو حقوق محدودوي بشر دوستانه مرستو ته د افغانستان د میلیونونو اړمنو کسانو د لاسرسي لپاره مهم دي.

انټونیو ګوټریش په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د افغانستان خلک سمدستي او نجات بخښونکو مرستو ته اړتیال لري وویل د دغو مرستو د وړاندې کولو د تضمین لپاره ښځې ضرروي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په داسې حال کښې یو ځل بیا په افغانستان کښې د ښځو د کار د محدودیت د  لغو کولو غوښتنه کړي ده چې ټاکل شوي ده سبا د افغانستان په چارو کښې د بیلابیلو هیوادونو د ځانګړیو استازیو او دغه د نورو هیوادونو او د ملګروملتونو د استازیو په ګډون سره د قطر په پلازمینې دوحې کښې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه وشي.

له دې مخکې د ملګروملتونو یوې چارواکي امنه محمد ویلي وو چې د قطر په غونډې کښې به د افغانستان د حکومت په رسمیت د پيژندلو د لارو چارو په  هکله غور وشي خو وروسته د ملګروملتونو ویاند ټینګار کړی و  د قطر د غونډې په اجنډا کښې د طالبانو په رسمیت د پيژندلو موضوع نشته.

له بلې خوا طالبانو هم د ښځو او د انجلیو د کار او د زده کړې د محدودیت د لغو کولو لپاره غوښتنو ته په غبرګون کښې دغه کار د  افغانستان داخلي موضوع وبلله.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i132102

captcha