IQNA

افغانستان او ولس ئې له ستر انسانی ناورین سره مخ دی

14:12 - April 08, 2023
د خبر لمبر: 3487152
ایکنا-(تهران) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال  رامز الاکبروف وايي چې نړۍ په‌دې خطرناک پړاو کې افغانان نه شي پرېښودولی.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی. دغه سازمان په یوه تازه خپور شوي راپور کې ټینګار کړی چې افغانانو ته باید بشري مرستې ورکړل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال  رامز الاکبروف وايي چې نړۍ په‌دې خطرناک پړاو کې افغانان نه شي پرېښودولی.

ورته مهال، په تېرو میاشتو کې د ځينو نړیوالو بنسټونو تر سره شوې څېړنې ښيي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ زیاته کړې، په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره له غوښتل شویو ۴٫۶ مېلیارډ ډالرو نه یوازې ۲۱۳ میلیونه ډالره یې راټول شوي دي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی وو، چې په افغانستان کې ۲۰ مېلیونه خلک له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او له دې منځه شپږ مېلیونه یې د قحطۍ په درشل کې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130828

captcha