IQNA

په ملګروملتو کې د قطر استازې

لویدیځي حکومتونه دې د قرآن سپکاوي کونکي سزا کړي

6:45 - March 09, 2023
د خبر لمبر: 3487010
ایکنا-(تهران) په جینوا کې د ملګروملتو دبشری حقوقو په شورا کې د قطر استازې په دینو او دهغو په  سمبولونو باندې د تیریو په وړاندې د مخه نیونکو اقداماتو په خاطر په لویدیخي هیوادونو کې د قرآن کریم د سپکاوي کونکو د سزا کولو غوښته وکړه.

ایکنا د الرایه لهقوله راپور راکړ، د قطر حکومت یو ځل بیا  په ځينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم د سپکاویو کارونه او هغه  چلندونه او نفرت اچونکي خبرې چې د مسلمانانو داحساساتو د لمسونې سبب کیږي، په کلکه محکوم کړل.

په جینوا کې د قطر دایمي استازې میرمن هند عبدالرحمن په جینوا کې د بشری حقوقو د شورا په دوهم پنځوسمې غونډې کې د بشری حققوو د لوړې کمیشنرۍ د راپور د ارزونې په غونډې کې په ګډون سره پخپلې وینا کې ووئيل، ددینو او دهغود د پیروکارو په ضد د قصدا  لمسؤنکو اقداماتو دخطرې په باب  ددغط کمیشنرۍ راپور باید جدی وګڼل شي.

میرمن هند عبدالرحمن د اسلام او دهغو د مقدساتو په ضد په سپکاویو کې د مسئولو هیوادونو حکومتونو ته خطاب وکړ او وې وئيل، باید  ددغه شان کارونو د تکراریدا دمخنیوي لپاره دې جدي تدبیرونه غوره کړي  او د سپکاویو اړونده  عوامل باید سخت سزا کړي. په تیره دا چې د مسلمانانو د احساساتو د لمسونې او دهغوي دمقدساتو دسپکاویو لپاره  او دغه راز د هغوی په ضد تاؤتریخوالو ته د لمسونې قصدا اقدامات کیږي، چې باید مخه ئې ونیول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4126996/%D8

captcha