IQNA

د امام حسین(ع)په سپيڅلی حرم کې د شهادت د پسرلي شپاړسمه جشنواره ترسره کیږي

7:04 - February 26, 2023
د خبر لمبر: 3486953
ایکنا-(تهران)د عراق د شهادت د پسرلي په نامې سره (ربیع الشهاده) شپاړسمه نړیواله جشنواره سږکال  د ؛امام حسین،دملتونو په زړونو کې ؛په شعار سره  ااو د څلور څلویښتو هیوادونو دنماینده پلاؤ په شتون سره په کربلا کې پيل شوې ده او ددې ترڅنګ د کتاب د نندارتون پشمول  ډول ډول فعالیتونه هم ترسره کیږي.

ایکناد حسینی مقدس آستان د رسندوئي برخې له قوله راپور راکړ،د شهادت د پسرلی نومې سمینار د ترسره کونکي کمیټڼې یوه مسئول علی کاظم سلطان په دې باب ووئيل،د ربیع الشهاده نومې شپاړسم نړیوال سمینار   د امام حسین(ع)د ملتونو په زړونو کې په شعار سره  ااو د څلورڅلویښتو هیوادونو دپلاؤ په شتون سره پیل شوی دی  او ددې ترڅنګ د کتاب  دنندارتون پشمول دډول ډول نورو فعالیتونو شاهدان هم یوو.

برگزاری شانزدهمین جشنواره بهار شهادت در حرم امام حسین(ع)

هغه ووئيل، د کربلان دکتاب نندارتون، په بین الحرمین کې د ماشومانو د سټال افتتاح،د هنری نندارتون ترسره کیدا،د بیلګه ځوانانو د ستاینې دستورې،د ایران او مصر د قاریانو په  ګډون سره له قرآن سره د انس  د محفل ترسره کیدا او په جامعةالزهرا(س) کې د میرمنو د  ځانګړو کلتوری فعالیتونو ترسره کیدا ددغه سمینار  نوره فعالیتونه دي.

برگزاری شانزدهمین جشنواره بهار شهادت در حرم امام حسین(ع)

ددغه سمنیار یوه مدیر محسن الوزني  هم په دې باب ووئيل، د ربیع الشهاده شپاړسم نړیوال سمینار دجمعې ورځې افتتاح شوی دی.ددغه سمینار په څنډې کې د شب شعر، څيړنیزې سیالۍ او د کتاب نندارتون هم ترسره کیږي.په دغه سمینار کې د څلور څلویښتو هیوادونو نمایندګان برخه اخلي او سږکال هغه ډیری عراقیان چې په نورو هیوادونو کې ژوند کوي، او د طبی، انجنیئرینګ  او نورو تعلیمي ډګرونو کې د بشریّت خدمت کوي ،په دغه سمینار کې به د امام حسین په سپيڅلی حرم کې به وستایل شي. هغه ووئيل ددغه نړیوال سمیناردترسره کیدا موخه،د اسلامی او د اهل بیت علیهم السلام د فرهنګ خپریدا و  دنړۍ له مسلمانانو سره د ارتباط جوړول دي.

برگزاری شانزدهمین جشنواره بهار شهادت در حرم امام حسین(ع)

ددغې جشنوارې په پرانیستونکو دستورو کې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم په داخل کې  د رسمي او ولسی  چارواکو په شتون سره ترسره شوې، حجةالاسلام  کربلائي هم پخپلې وینا کې ووئيل، د اسلامی عقایدو په باب د شکونو او شبهاتو د خوریدا له لارې د اخلاقي انحراف د پراختیا لپاره دځينو لورو له خوا ډيرې هڅې کیږي،البته دغه ټولنې  د امام حسین علیه السلام سره خپله وفاداري ، د فکري افراط پالو ډلیګو په ضد پخپلو سرښیندنو اوقربانیانوسره او د میدان  له لارې ثابته کړې ده او هیچا به اجازت ورنه کړي،څو په دې اړه د مسلمانانو ترمینځ کوم درز اوتفرقه رامینځةکړي او دغه راز دا یو نړیوال او د بشریّت د ژغورنې غورځنګ دی چې د بشریّت د احیاء اوژغورنې لپاره به ترقیامته دوام ولري.

ټاکل شوې ده د شهادت پسرلی نومې دغه نړیوال سمینار د شعبان د میاشتې تر اتمې نیټې پورې دوام ومومي.

https://iqna.ir/fa/news/4124215/%D

captcha