IQNA

د آمانوئل ماکرون اسلام ضده څرګندونو دعربو هیوادونونیوکې هم وپارولې

7:23 - December 29, 2022
د خبر لمبر: 3486670
ایکنا-(تهران)د اسلام په باب د فرانسې د ولسمشر څرګندونو دځينو عربو هیوادونو غبرګونونه په ځان پسې درلودلي  او ځینو  اورګانونو  د فرانسوي شیانو د بایکاټولو غوښته کړې ده.

ایکناخبری آژانس د فرانس ۲۴له قوله راپور راکړ،په دې باب د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون څرګندونې چې  اسلام  په بحران کې ښکیل یو دین دی او  له اسلامی بیلتون غوښتنې سره د مبارزې لپاره  دهغه ژمنې د عربو هیوادونو نیوکې هم راوپارولې ،ددې په ترڅ کې چې  په عربو هیوادونو کې څو تجارتي ډلو  اعلان کړی دی چې فرانسوي محصولات به بایکاټ کړی.

ماکرون پخپلو څرګندونو کې ژمنه کړې چې  له اسلامی بیلتون غوښتې سره مبارزه کوي، چې د هغه په وینا، په درستې فرانسې کې ډیری مسلمانې ټولنې ګواښي.

د فرانسې ولسمشرهمداراز په بحران کې ددین په توګه  د اسلام په بللو سره وئيلي دي، دفرانسې حکومت د ۱۹۰۵کال د قانون د پياوړي کولو لپاره یوه مسوده وړاندیز کوي چې په اساس به ئې کلیسا او حکومت پخپلو کې سره په بشپړ ډول جلا وي.

پر دې سربیره، د ماکرون څرګندونې په ټولنیزو چینلونو کې  د  یوه کمپاین د فعالیدا سبب شوي چې د عربو هیوادونو اوترکیې په سوپر مارکیټونو کې د فرانسوي محصولاتو د بایکاټ لپآره  غوښته او بلنه تعقیبوي.

د مثال په توګه، په کویت کې د نعیم تعاوني شرکت دپلاوي مشر او غړو فیصله کړې ده ،درست فرانسوي محصولات بایکاټوي او د دکانونو له آلماریو ئې حذفوي.

په عین حال کې د کویت خارجه وزارت  له هغو خلاف ورزیو او توپيری سیاستونو څخه د فرانسې د ملاتړ په باب چې اسلام له ترهه ګرۍ سره اړونده ګڼي خبرداری ورکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4110417/%D

captcha