ایکناخبری آژآنس د عربی 21 له قوله راپور راکړ،د اسرائیلو د بندیز او پانګونې د حذفیدا او بایکاټ نړیوال غورځنګ،(بی ډي ایس)د ۲۰۰۵ کال دجولائي په نهمه نیټه ، د فلسطین یوسل یو اویا غیر حکومتي تنظمیونو په وسیله تاسیس شوی او دمګړئ په نړیوالو غورځنګونو بدل شوی دی چې موخه ئې د فلسطین د ټاټوبی دنیواک د ختمیدا،د میلیونونو فلسطینیو کډوالو د بیرته ستنیدا دحق په رسمیّت پيژندنې لپاره په اقتصادي اړمونو سره پر صهیونیسټ رژيم دباؤ اچول دي.
صهیونیسټي ټولنو دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍبایکاټ غورځنګونو په بریالیتوب اعتراف وکړ او وې وئيل،هغه څه چې د قطر د فټبال نړیوال جام په سیالیو کې ئې شاهدان یوو،د نیواکګرۍ د بایکاټ دغورځنګونو د اقداماتو نتیجې دي.
زمونږخبریال د فلسطین د اطلاع رسونې دمرکز له قوله راپور راکړ،د صهیونزم دنړیوال تنظیم له یهودي ضده بهیرونو سره د مبارزې د برخې مشر رحیب پاتزریکس د صهیونیسټ رژيم ددیارلسم ټيلیویژني چینل په انټرنیټي سایټ کې دیوې مقابلې په خپرولو سره ووئيل؛د مقاومت غورځنګونو د اسرائیلو ددښمنانولپاره په یوه ډګرد قطر د فټبال نړیوال جام د سیالیوپه بدلولو کې بریالي شوي په دې توګه چې دغه نړیواله مهمه سپورټي پيښه ئې د صهیونیسټانو په ضد د یوه ځيږ انځور د وړاندې کولو لپاره په یوه مناسبت او نوي فرصت بدله کړه.
ددغې مقابلې په یوې بلې برخې کې راغلي دي،هغه څه چې رامینځةشوي د اسرائيلو د بایکاټ دپیاوړتیا لپاره یو نوی انځور رامینځةکړی چې په هغو کې له صهیونیسټي تولیداتو څخه د استفادې نه کولو او په نړیوالو سایټونو کې د هغو د تبلیغاتو نه کولو ته بلنه ده چې دتل ابیب پر ا قتصادي حالاتو ئې نیغ په نیغه او په غیر مستقیم ډول اغیزې شیندلي دي .