ایکنا خبری اژانس د هسپریس له قوله راپور ورکړی،د فټبال دنړیوال جام په مناسبت چې څو ورځې وروسته په قطر کې پیلیدونکی دی ، د اسرائيلو دبایکاټ غورځنګ له خوا د فلسطین دآرمان دتبلیغ او له اسرائيلي نواکګرانو سره داړیکو له عادي کولو سره دمخالفت په باب یولړ اقدامات اعلان شوي دي.
دغه مشهور غورځنګ پخپلې یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، په قطر کې د فټ بال دنړیوالو سیالیو د ترسره کیدا په مودې کې او په داسې حال کې چې په میلیونونو خلک دخپلو ټیمونو دملاتړ لپاره سره غونډيږي ،اجازت ورکړئ څو له فرصته استفاده وکړو او د فلسطین آئيدئيل او د آزادۍ لپاره دومداره مبارزه لا روښانه کړو. راشئ له اسرائيلي دښمن سره داړیکو دعادی کیدا په ضد خپلې هڅې زیاتې کړو او په سیمې او عربو ملتونو کې د یوه طبیعی موجود په توګه د ځان د تپلو لپاره ددغه تیریګر او جنایتکار رژيم درستې هڅې ناکامې کړو.
ددغه غورځنګ په اعلامیې کې روښانه شوې ده ،چې دقطر نړیوال جام د اسرائيلو د اپارټائيډ او پر ښارګوټو جوړونې د مشتمل سسټم دبایکاټ او هم د هغو شرکتونو او اورګانونو دبایکاټولو لپاره یو فرصت دی چې له دغه رژيم سره اړونده دي ، یا دا چې ورڅخه ملاتړ کوي.
په همدې لړ کې د بخښنې نړیوالې ادارې پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي ،دفلسطینیانو په ضد د اسرائيلو آپارټآئيډ رژيم ، د بشریّت په ضد پر جنایت اوسلطې مشتمل یو ظالمانه نظام دی . په دغه راپور کې راغلي دي اسرائيلي چارواکي باید دفلسطنیانو په ضد د آپارټائيډ جنایتونو په خاطر ځواب ویونکی شي. د بشری حقوقو دفاع کونکی ادارې هم پخپل یوه وروستي راپور کې لیکلی دي،د اسرائيلو سیاستونه د آپارټائيډ او اذیتولو او کړولو دوو جرمونو په لړ کې دي چې دبشریّت په ضد جنایت حسابیږي او لازمه ده چې د فلسطینیانو د ځپلو د ختمولو لپاره کوم اقدام وشي.