ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د لبنان دحزب لله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... د وحدت اونۍ په مناسبت پخپلې یوې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې حضرت امام خمینی د پیغمبر اکرم(ص) د نیکمرغه میلاد د ورځې په سر داختلاف ځاي ، په مسلمانانو کې د اتفاق او اجماع په ځاي بدل کړ او د ربیه الاول له دولسمې د ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې ئې یو پَل جوړ کړړ چې د اسلامی وحدت د اونۍ په نامې سره نوموړلی دی ووئیل، مسلمانان باید پ عملی بڼه وحدت او پیوستون ولرل شي او په ګډو ټکو ټيڼګار وکړي ،نه په اختلافاتو یا دا چې په اختلافی دریځونو کې یو بل درک کړي .
سید حسن نصرالله دخپلې وینا په بلې برخې کې همداراز ووئیل، د اسرائیلو او عربانو ځيني رسندوئې ددغې ادعا په دودولو بوختې دي چې حزب الله د اسرائيلو او صهیونیسټي دښمن ترمینځ دپولې په سر کیدونکي موافقه له مینځه وړي ، دا په داسې حال کې دی چې حزب ا... د پولو د ویش د دوسیسې له هماغه پیله ، مناسب چلند درلودلی دی ، چې ولس ئې نتیجه هم ولیدله . او دغه موافقه باید د لبنان د حکومت غوښتې پوره کړي.
سید حسن نصرالله د فلسطین موضوع ته په اشارې سره هم ووئيل، دغزې اولویدیځي غاړې بدلونونه له دير اهمیّته برخمن دي او د صهیونیسټي رژيم او ددغه رژيم د مسئولانو لپاره شوکه کونکي دي.ان شاالله دغه مقاومت به هماغه راز مخ په پراختیا وي.اسرائیلی دښمن فکر کوۀ چې په لویدیځي غاړې کې ئې د مقاومت اقدامات درولی دي ،خو اوس په لویدیځي غاړې کې په میرمیو او چاودونکو توکو سره د ولسی انتفاضې شاهدان یوو. هغه څه چې په لویدیځي غاړې کې ئې وینو یو شجاعت او نوی نوښت دی .