IQNA

سیاسی او امنیتی مشکلات یوازې د سیمه ایزو هیوادونو په وسیله حل کیدلی شی

16:17 - March 25, 2022
د خبر لمبر: 3485590
تهران (ایکنا) -د ایران  خارجه وزیر د سیمه ایزو بدلونو ، دافغانستان،یمن،فلسطین ، مقاومتي چورلیز او د اوکراین د وروستیو حالاتو په باب د ایران د اسلامی جمهوریت د لیدتوګو او همداراز د ویانا دایټمی خبرواترو او د ایران او عربستان ترمینځ د شوو خبرواترو په باب هم بحث وکړ .

 

زمونږخبریال راپور راکړ،  د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې پرون  دلبنان په رسمي سفر بیروت ته  تللی ددغه هیواد دحکومتي چارواکو سره پر لیدوکاتو سربیره ئې نن د حزب ا... ولسی غورځنګ له عمومي منشي سید حسن نصر ا... سره هم  لیده کاته وکړل .

په راپور  کې وئيل شوي دي ، په بیروت  کې دایران سفیر محمد جلال فیروزنیا  هم په دغې کتنې کې موجود ؤ  او دواړو لورو ، د لبنان  او سیمې تر ټولو ورورستي او سیمه ایزو بدلونو په باب خبرې اترې کړي دي .

 په دغې ناستې کې د ایران  خارجه وزیر د سیمه ایزو بدلونو ، دافغانستان،یمن،فلسطین ، مقاومتي چورلیز او د اوکراین د وروستیو حالاتو په باب د ایران د اسلامی جمهوریت د لیدتوګو او همداراز د ویانا دایټمی خبرواترو او د ایران او عربستان ترمینځ د شوو خبرواترو په باب هم بحث وکړ .

امیر عبداللهیان په مختلفو زمینو کې د اسلامی ایران د توانمنیو په شمیرلو سره ټينګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت تیار دی،له لبنان سره په یوه شفاف او ښکاره تعامل کې،ددغه هیواد داړتیا او دلچسپۍ وړ شیان،په تخنیکي او فني خدماتو،صنعتي تولیداتو او د انرژۍ په زمینو کې  ضرورتونه تامین کړي.هغه زیاته کړه مونږ تیار یوو، په درملنیزو ،درملو ، طبی تجهیزاتو او د لبنان د نورو اساسی اړتیا ؤ د خدماتو په زمینو کې  هم له دغه هیواد سره مرسته وکړو .

 داپه  داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزیر له دې مخکې دلبنان له لوړپوړو چارواکو سره هم ددوواړخیزو اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په باب مفصلې خبرې اترې کړي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4044936/دیدار-امیرعبداللهیا

captcha