IQNA

نړۍ د حضرت امام خمیني له غورځنګ سره همقدم وه

11:25 - February 24, 2022
د خبر لمبر: 3485460
تهران (ایکنا) -د لبنان د حزب ا... غورځنګ  عمومی منشي  له امام خمینی سره د سید عباس موسوي شهید ډیرې مینې  ته اشاره کړې او زیاته ئې کړې ده ،  د ایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په بهیر کې  درسته نړۍ  د حضرت امام خمنیی له غورځنګ سره غږمله وه .

 ایکناخبری آژانس د العهد له قوله راپور راکړد لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا....  د حزب ا... غورځنګ د وخت دعمومی منشي سیدعباس موسوي  د شهادت دکلیزې په مناسبت بیګاپه یولړ څرګندنو  کې ددې خبرې په کولو سره چې  حضرت امام  خمینی د سیمې تر ټولو سرکشه امپراتوري یعني پهلوي رژيم  نسکور  کړ او امریکا او صهیونیسټي رژيم ئې له ایرانه وشړل ، ووئيل ،  دایران  اسلامی انقلاب  د یوې معجزې په څير  دی .

 د لبنان د حزب ا... غورځنګ  عمومی منشي  له امام خمینی سره د سید عباس موسوي شهید ډیرې مینې  ته اشاره کړې او زیاته ئې کړې ده ،  د ایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په بهیر کې  درسته نړۍ  د حضرت امام خمنیی له غورځنګ سره غږمله وه .

سید حسن نصر ا...په دغو څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې وحشي صهیونیسټي رژيم موقتي او  مخ په ځوړتیا دی،د اسرائيلو لپاره ئې د موقتي رژيم ؛ له کلمې څخه داستفادې په باب په سوشل میډیا کې د له وړاندې شوي پیشنهاده ملاتړ وکړ .

 حسن نصر ا... ددې خبرې په کولو سره چې  داسرائيلو  دنابودۍ په موضوع کې یوازې د وخت  بحث مطرح دی ، زیاته کړه ،  د صهیونیسټ رژيم  د اخلی حالات  او درست نړیوال بدلونونه ،ټول د اسرائيلو دنابودۍ ځیری ورکوي او مونږ  دهغه بهیر ،معادلې ، چورلیز او شرائطو  یوه برخه یو چې حتما به  راورسیږي . مقاومت نن سبا له بل هر وخته لاپیاوړی دی  او دمقاومت حقیقي هدف ،عدالت  او سوله ، له خلکو ملاتړ ، د آزادۍ، وطن ، امت او  مقدساتو  دفاع  ده .

https://iqna.ir/fa/news/4038507/حسن-

captcha