د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له فائيننشل ټایمز خپرونې سره په خصوصي مرکې کې دخپلو ژمنو په بدعهدۍ کې د مرایکا ناسمې مخینې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،ددغه هیواد د کانګرس استازي دې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د واشنګټن د ژمنتیاؤ په باب سیاسی اعلامیه صادره کړي او خپل اصلیّت دې نندارې ته وړاندي کړي .
امیر عبداللهیان روښانه کړې ،واشنګټن نه دی توانیدلی،ددې تضمین لپاره د ایران غوښتنې ته چې هیڅ یو لوری له ایټمی موافقې ونه وتل شي ، ځواب ورکړي .
د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې عمومی افکار د یو ضمانت په توګه ددغه هیواد د حکومت د ولسمشر خبرې ومني،پاتې خو لاامریکا چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې ده،ټینګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت د هغو درستو بندیزونو دلغوه کولو غوښته کوي و چې دایران په ضد دډونالډټرمپ په پړاؤ کې لګول شوي دي .
امیر عبداللهیان همداراز دجامع نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د ایران له ژمنتیاؤ سره په ارتباط کې هم ووئيل،د ایران ژمنتیاوې،د ریاضۍ د یوې فارمولې په څير شفافې دي،هغه څه چې ټاکل شوې ده ایران ئې ترسره کړي او ددغو اقداماتو د تائيدیدا څرنګوالی د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس له لارې چې یو مرجع اورګان دی ،په بشپړ ډول روښانه دي .
د ایران خارجه وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د درستو یو اړخیزو بندیوزنو په لغوه کیدا باندې په ټينګار سره ووئيل ، ایران غواړي ،خبرې اترې د بندیزونو د بشپړلغوه کیدا سبب شي، خو د جوزف بایډن حکومت یوازې د هغو اقتصادي بندیزونو حذفولو سره ګروهنه لري ، چې د ټرمپ په پړاؤ کې دیاران په ضد تپل شوي دي .
امیر عبداللهیان همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت له استازو سره د مستقیمو خبرو په باب د امریکائي چارواکو د سیګنلونو په باب هم ووئيل ،امریکایي چارواکو له ایران سره د مستقیمو خبرواترو لپاره ډير پیغامونه رالیږلي دي ، خو ایران دغه ټول وړاندیزونه رد کړي دي.