ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت د امر به معروف او نهی از منکر وزارت خپلو درستو ځواکونو او اورګانونو ته خبرداری ورکړی ،څو د خلکو له هرډول کړولو او د دوي خصوصي حریم ته له ورتلو او پکې له مداخلت دې ډډه وکړي .
د طالبانو د امر باالمعروف او نهی از منکر وزارت په اعلامیې کې په دې خبرې کولو سره چې له قانون ماتونکو او خلاف ورزي کونکو سره به چلند وشي ، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ،، امنیتی ځواک حق نه لري دودي په خصوصي حریم کې دخالت وکړي .
د طالبانو ددغه وزارت دعمومی اطلاعاتو د ادارې مشر محمد صادق عاکف هم وئيلی دي ،د امر باالمعروف او نهي از منکر د وزارت سرپرست شیخ خالد په کرتو ټینګار کړی ، چې امنیتی ځواک اجازت نه لري، د خلکو شخصي کورونه او موبایل له اجازت پرته وارزوي .
په عین حال کې د طالبانو ویندوی یوه مرسیتال بلال کریمي د افغانستان د ښاریزو د حقوقو درعایتولو په باب وئيلي دي ،میرمنې دم ګړئ د کابل دهوائي ډګر ،روغتیائي ، معارف او د لوړو زده کړو د وزارتونوپشمول په حکومتي ادارو کې په کار بوختې دي او د ضرورت په بڼه کې به لازیاتې میرمنې په دغو ادارو کې جذب شي .
د طالبانو د ویندوي مرستیال زیاته کړې ، دم ګړۍ په یوسل درې دیرش خصوصي پوهنتونونو کې میرمنې په زده کړو بوختې دي او مونږ نړیوالو او د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو ، چې دخپلو ښاریزو د درستو حقوقو رعایتولو ته ژمن یوو او په دې باب جدي توجه لرو.