ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د کلتوري میراث، سیاحت اولاسي صنایعو د چارو مرستیال وزیرد بهرنیو سیلانیانو پر مخ د ایران د ځمکنیو او سمندري سرحدونو د بندیدو خبر ورکړ
علي اصغرشالبافیان د ایران له ځمکنیو، سمندري او هوايي لارو څخه د بهرنیو ښاریزو په راتګ باندې د ۱۵ورځني بندیز په هکله له کرونا سره د مقابلې د ملي کمیټې موبو ته په اشارې سره وویل: په دغه ممنوعیت او بندیز کښې له هوايي لارو راتلونکي سیلانیان نه شاملیږي.
د دغه رپورټ له مخې، په هغه حکم کښې چې پرون له کرونا سره د مقابلې د ملي کمیټې له مصوبې وروسته صادر او اجرا شو، د اتو افریقايي هیوادونو او څلورو اروپايي هیوادونو څخه د مسافرانو نیغ په نیغه یا غیرمستقیم راتګ د ۱۵ ورځو لپاره بند شو.