د یمن پوځ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي، دسعودي تیریګرو او تالی څټو په تیرو ۲۴ساعتونو کې دیمن په لویدیځ الحدیده ولایت کې ۲۶۵ ځله د اور بند خلاف ورزي کړې ده .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دسعودي تیریګرو او دهغو پيّلو ډلو په تیر شواروز کې د جنګي ا لوتکو اوبې پيلوټه الوتکو او دغه راز دتوغندیو او هاوانونو په وسیله د یمن په خاورې کې یوځل بیا تورتم جوړ کړی او د الحدیده موافقط خلاف ورزي ئې کړې ده .
د یمن په لویدیځ الحدیده ولایت کې د ۲۰۱۸کال د دسمبر له اتلسمې نیټې د ریاض دپلاوي او له صنعاء دلیږدول شوي پلاوي ترمینځ په سویډن کې په یوې موافقې کې اوربند پيل شوی ، خو سعودي ائيتلاف ئې هره ورځ خلاف ورزي کوي او نړیوال اورګانونو او ادارو ورباندې سترګې پټې کړي دي .
تهران راډیو