د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګويټرش دغه څرګندونې پرون دامريکا په نيويارک ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې موږ پوهېږو، چې د سولې لاره ستونزمنه ده، خو زه کلک باوري يم چې د سولې لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې مهمې دي.
نوموړي هيله څرګنده کړې چې ډېر ژر به د سولې دغو خبرو اترو ته فضا برابره او په پايله کې برياليتوب ته ورسېږي.
خو د ملګرو ملتونو سرمنشي زياته کړې چې دغه کار به سخت او ستونزمن وي، خو د سولې لپاره يواځينۍ د حل لاره خبرې اترې دي.
هغه وايي تر څو پورې چې په افغانستان کې امنيت نه وي، ټاکنې په سمه توګه نه شي ترسره کېداى.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې ټاکل شوې ده، افغان ولسمشر اشرف غني راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وينا وکړي .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76637