قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هافینګدون پوست خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نیویارک دینونو مرکز مشر کلوئی برایر (Chloe Breyer)، په دې غورځنګ کښې چې د جمعه په ورځ د بهمن میاشتې په ۶ باندې پیل شو وویل: هیله لرم چې لمونځ کوونکو نه چاپیره دا انساني ځنځیر(چې زیات له نیویارک محصلانو نه وو) به د امنیت احساس پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: د مختلفو دینونو منونکو سره همغږې اعلان هم عملی او هم سمبولیک لپاره ډېر اهمیت لري او دا کار دی چې د امریکا خلک یی باید پیل کړي.
د جمعه په ورځ د سمبولیکه حرکت سازمانګر ډلو د نیویارک مهاجرو ایتلاف غړي مراد اواوده وویل: د ټرامپ لومړي هدف مسلمانان وو او د مهاجرانو خلاف د هغه اقدامات همدارنګه ادامه لري.