قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، العالم ټي وي چینل خبر ورکړی چې د یمن د الحدیده ولایت والي حسن احمد الهیج دې چینل ته په مرکه کښې وویل: د عربستان او د هغه د انډیوالانو لخوا د الحدیده بندر بند ساتل به د نه اټکلیدونکو پایلو سبب شي.
په عین حال کښې د ملګرو ملتو د خوراکي پروګرام مدیر ډیویډ بیسلې هم نن د امریکې سي، بي، ایس چینل ته په مرکه کښې وویل چې د عربستان په مشرۍ د عربو هیوادونو تیري ګر ائتلاف په یمن کښې د خپلو مخالفانو د مقابلې لپاره د خوړو له اوزاره کار اخلي چې دا کار ډیر د شرم وړ او د انسان په تاریخ کښې ترټولو زیاته غیرانساني وسله ګڼله کیږي.
سعودي عربستان د امریکې، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په یمن حملې پیل کړي او ورسره په یو وخت یې دغه هیواد د ځمکې، هوا او سمندر له لارې سخت محاصره کړی دی.
parstoday.com