IQNA

حلال سیاحت ته وده ورکولو لپاره د اندونیزیا پروګرام

6:44 - August 29, 2017
د خبر لمبر: 3480660
نړیواله ډله: د اندونیزیا د سیاحت وزارت یو پروګرام «د خرڅ ماموریت» د دغه هیواد له خرڅوونکو او د چین له هټیوالو په شتون سره په اندونیزیا کې حلال سیاحت ته وده ورکولو لپاره پیل کړو.
حلال سیاحت ته وده ورکولو لپاره د اندونیزیا پروګرام

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د thejakartapost خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې پروګرام کې چې په دیارلسم شهریور باندې د چین په «شیان»، «پکن» او «پینچوآن» درې ښارونو کې پيل شو او تر شپاړسم شهریور ادامه لري، د اندونیزیا نه ۹ خرڅوونکې او د چین د مختلفو ښارونو نه ۶۰ هټیوال دعوت شوی وو چې د حلال سیاحت ودې لپاره سره خبرې اترې ترسره کړي.

پکن ښار د چین د مرکزی ښار کې مسلمانان زیات دی او پینچوآن ښار د نیګشپا خپلواکې سیمې مرکز دی چې ۶.۳۲ ملیون کسانو کې ۳۴ ٪ مسلمانان دي.

د چین او د اندونیزیا د مسلمانانو اړیکې پنځلسمې پېړۍ ته ګرځې.

په اخیرني کلونو کې په اندونیزیا کې د سیاحت د حلال اسانتیاوې سره اغېزمنه وده کړي.

د اندونیزیا نوساتنګار ولایت کې لومبوک جزیره د حلال سیاحت لپاره مشهور ځای ګڼلې کېږي چې په کال ۲۰۱۵ کې د نړۍ بهترین حلال سیاحت جایزه او همدارنګه د نړۍ امتیاز یی ترلاسه کړي.

سره د دې په دې جزیره غربی سوماترای او د اندونیزیا آچه ولایت هم په کال ۲۰۱۶ کې د نړۍ د حلال سیاحت جایزه ترلاسه کړې ده.

د سوماترای غربی جزیره د نړۍ د تر ټولو غوره پخلي جایزه او د نړۍ ترټولو ښه سیاحت او د آچه ولایت د نړۍ کلتوری سیاحت بهترین عنوان ترلاسه کړي.

د اندونیزیا د هیواد نه بهر سیاحت ته وده ورکولو د سیاحت وزارت مشر «آی جی دی پیتانا» وویل: په کال ۲۰۱۷ کې تقریباْ ۲.۰۵۷.۰۰۰ چاینی سیلانی اندونیزیا ته د سیاحت او لید لپاره راغلې او د خرڅ ماموریت پروګرام یو پروګرام دي چې کولې شي د سیاحت وزارت سره د چین نه نور سیاحت کوونکې جذب کولو هدف کې مرسته وکړي.

http://iqna.ir/fa/news/3634558


captcha