IQNA

د قرآن زړه روښانه حافظ د کلاسونو نه استقبال

0:19 - November 28, 2016
د خبر لمبر: 3480286
نړیواله ډله: عبدالله بن علی الشایب د الاحساء شیعه مېشته ولایت کې د العمران ښار اوسېدونکې چې د سعودی عرب په شرق کې واقع دي سره د دې چې زړه روښانه(ړوند) دي خو بیا هم روغو کسانو ته د قرآن حفظ کولو زدکړه وړاندې کوې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الشرق ورځپاڼې نه په نقل، عبدالله بن علی الشایب چې ابو امین نوم باندې مشهور دې د عربستان مخترع او مبتدع زړه روښانه(ړوند) دي چې د سعودی عرب د الاحساء ولایت العمران ښار کې ژوند کوونکې او هغه ړندو ته د قرآن کریم ښودنې سره سره روغو کسانو ته د قرآن حفظ کولو زدکړې هم ورکوي.

ابو امین د یو کال وو نو د خپلو سترګو نظر یی د سترګو آبله نومې بیماري له کبله له لاسه وکړي وو، هغه د خپل کورنۍ ساتنې لپاره ځکه چې کله هغه څوارلس کلن شو نو پلار یی مړ شو او کور ابوامین ته په سر شو، نو هغه څه موده شپون توب وکړو او بیا یی یو وړوکې غوندې دوکان شورو کړو.

ابو امین د نورو معذورو لپاره یو نمونه دي، هغه سره د خپل ژوند د ټولو ستونزو او سختي سره د بریل خط نه استفاده سره ټول قرآن کریم حفظ کړو.

هغه په یوه غونډه کې چې د ځنې محلي چارواکو په شتون کې پیل شوه، د قرآن کریم د آیتونو قرائت وکړو خو څه دا سې چې خپل ښکلې آواز سره یی ناست کسان یی په حیران کړل، او یو ځای یی هم حتی یوه کسره یا فتحه یی هم قرائت کې غلط نکړه.

ابو امین ۱۳۶۲هجری کې زېږېدلې، او په کال ۱۳۹۱ هجري کې یی د النور فنی موسسې نه فارغ تحصیل شو او په کال ۱۴۰۷ هجري کې متقاعد شو او اوس ۹ ماشومان لري او د ټولنیزه چینلو لکه واتس ایپ نه په اساني سره استفاده کوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3548845


captcha