قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د المصری الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر بحیره ولایت اوقاف ادارې مشر محمد شعلان په دې اړه وویل: د «سیدې عطیه ابو الریش» جومات کې د قرآن کریم یوه زړه او تاریخی نادر قلمي نسخه پیدا کړې.
هغه زیاته کړه: دا تاریخي نسخه د قرآن کریم د علمي، کلتور او ښکلا ارزښت لرونکې نسخه ده چې د قرآن کریم لفظونو او کلمو، تفسیر او د قرآن کریم د قرائت په اړه مطلبونه بیان شوي.
محمد شعلان څرګنده کړه: په اخیرنۍ پاڼو کې قرآن کریم د لفظونو په اړه مطالب ذکر شوې چې دا موضوع د قرآن کریم نورو نسخو کې شتون نه لرې او د هغه وخت یو ځانګړې کار شمېرلې کېږي.
هم په دې اړه، محمد مختار جمعه، د مصر د اوقاف وزیر هم د تاریخي او قلمي نسخو را ټولولو هدف په اړه یوه کمېټه جوړه وې.
چې د مرکزی کتابتون غړو نه، د دینی لارښوونکې ادارې او د اوقاف څېړنې وزارت نه به جوړېږي او د مصر الحیره ولایت اوقاف ادارې مرستې سره به خپل فعالیت ترسره کوې.
http://iqna.ir/fa/news/3542751