قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د وطن ویبپاڼې له مخې د سعودي ورځپاڼې نه په نقل، ریاض کې د هند سفارت، د مسجد الحرام ویاند او د وهابیت مشهور مبلغ صالح آل طالب ته بې له څه سبب ویلو وېزه ورکولو نه ډډه کړي، د هند «التوحید» روزنې مرکز مشر شیخ مطیع الرحمن، د وېزه نه ورکولو خبر څرګندولو سره وویل: هغه د «د سولې او ثبات استقرار کې د اسلام ګډون» کانفرانس ته دعوت شوې وو.
د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د دې خبر خپرولو سره لیکلې: هم په دې سبب د جمعه لمونځ چې د «بهار» ښار «ګاندی» میدان کې د شیخ آل طالب په امامت کې ترسره کېدو فسخ شو.
شیخ آل طالب وهابی افراطی مبلغ ته ځنې د وېزه نه ورکولو سبب د افراطی هندو ګوند له اړخه د هند په حکومت باندې زورنی دې، خو ولی ځنې نور کسان، د دې کار سبب په آل طالب باندې د حملې وېره ټاکې لکه څرنګه چې د یو بل وهابی مبلغ «عائض القرنی» باندې هند کې ترسره شوې وه، همدارنګه د وهابیانو افراطی خطبو کې د ترهګرو ډلو نه حمایت چې په سوریه کې مشغول دې د دې وېزې نه ورکولو سبب ښودلې دي.