قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسیا غربی څانګه، کویټه کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مرستیال مولوی عبدالقادر لونی د بلوچستان لورالایی ښار خلکو غونډې ته د اسلامی هیوادونو مشرانو د فلسطین په مسئله باندې چپتیا او توجه نه ورکولو باندې سخته نیوکه وکړه.
هغه وویل: نن اسلامی نړۍ ایټمې وسله لری او د هر سرمایه او سامان نه سمبال دی، خو ولی سره د دې د اسلامی هیوادونو حاکمانو له قدس نه سترګې پټې کړی.
کویټه کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مرستیال وویل: د اسلامی هیوادونو د فلسطین په مسئله کې چپتیا او غفلت له سببه صهیونیستو دا جرأت پیدا کړی چې نن مسجد الاقصی نه هم محاصره وکړی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3443302