قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الامارات الیوم» نه په نقل، د شیخ مکتوم (ملی امارات مصحف) الکټرونیک نسخه د دبی «جی ټی ایکس» نندارتون کې وړاندی کړی.
د دبی اسلامی چارو او د مرستندویې موسسی د ټیکنالوجی مشر ناصر مبارک په دې اړه وویل: د امارات ملی مصحف الیکټرونیک نسخه په «Word» کې د راښکته کېدلو قابلیت هم لری.
هغه زیاته کړه: د «شیخ مکتوم» ملی مصحف نسخه خلکو ته د دین په اړه پوهنې ورکولو او په تېره د قرآن کریم سره اړیکو ته تقویت ورکول لپاره جوړه شوی.
ناصر مبارک وویل: د دبی اسلامی چارو او د مرستندویې موسسې همدارنګه یو سافټ ویر تیار کړی چې له مفتیانو سره فتوی او الکټرونیکی اړیکو لپاره تصویری، غږیز او لیک اړیکه په مستقیم ډول وړاندی کوی.
http://iqna.ir/fa/News/3389141