ایکناخبری آژانس د الفرات نیوز له قوله راپور راکړ،دغه سمینار به د معلمانو او استاذانو د ښونې او روزنې پر رودو او تعلیماتو متمرکز وي.
د سمینارد لوړې کمیټې یوه غړي صفیّه سهیل په دې باب ووئيل،د عراق خارجه وزارت ددغه هیواد د وزیرانو د شورا د سیکرټریټ او د اوقافو دادارې په ملګرتیا سره ددغه سمینار دترسره کولو سریزې برابرې کړي او داړونده کارونو په ترسره کولو بوخت دی.
هغه زیاته کړې، دعراق د دینونود خبرواترو دریم سمینار به د اکتوبر دمیاشتې په یودیرشمه نیټه،د وزیرانود شورا د مشر، ددینونو دخبرواتر د ترسره کونکي شورا،د اهل تسنن او اهل تشیَع او مسیحیانو د اوقافو د ادارې په څارنې سره،د؛د راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې؛دتل پاتې سولې او پراختیا؛په شعار سره ترسره شي.
صفیّه سهیل روښانه کړې ده ، دغه سمینار به تر دوو ورځو پورې دوام ومومي او په دې کې به په مختلفو تربیّتي او تعلیمي برخو کې یوشمیر مقالې او د مشترک او ګډ ژوند او دمتقابل احترام باندې دټينګار په خاطر په ښونکو رودو کې د بیاکتنې په لړ کې زمینه جوړونکي چارې وارزول شي.