IQNA

د ایران د سپيڅلی دفاع اونۍ

د سپيڅلی دفاع مخکښان د ؛السابقون السابقون؛ مصداق دي

16:19 - September 21, 2022
د خبر لمبر: 3486254
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښودد سپيڅلی دفاع دقوماندانانو،مبارزانو او دشهیدانو دکرونیو په ټول کې وفرمائيل؛مخکښان د «السابقون الاولون»  مصداق دي،یعنی هغه کسان چې  له نورو ئې ډير زر ضرورت وپيژند او د  هغه ضرورت دپوره کولو په لور ئې ودنګل.

 ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود او د درستو قواؤ لوی قوماندان حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د ایران دسپيڅلی دفاع د اونۍ په درشل کې د مقدسې دفاع د قوماندانانو او مبارزانو  او مخکښانو په ټول کې چې په امام خمینی حسینیې کې ترسره شوه،وفرمائيل؛له مقام غواړي او د قدرت له لیوني صدام څخه د نړیوالو قدرتونو د هراړخیز ملاتړ سره سره،جنګ د « اسلامی انقلاب د خودجوشه قدرت، د امام خمیني(رح) د ډیرې اغیزناکې مشرۍ او د ایران د ولس د ځانګړو او ویاړمنو خصوصیاتو» د درو عناصرو په سیوري کښې له یو پریکنده او ستر ګواښ څخه په یو ستر فرصت بدل شو.

د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان مقدسه دفاع یوه هیجاني، معناداره او د هیواد د روان او راتلونکي وخت لپاره یوه ګټه وره پيښه وبلله او د لویدیځ له خوا له تپلي جنګ څخه خپرو شویو سندونو او مدرکونو ته په اشارې سره یې زیاته کړه: په ایران باندې د جنګ تپل د اسلامي انقلاب بریا ته د نړیوالو سلطه پالو طبیعي غبرګون و او د ایران د ولس انقلاب، یوازې د یو پیئلي او فاسد نظام ماتې او امریکا او استکبار ته یو پړاویز او موقته ګوذار نه ؤ بلکې د سلطۍ د نظام  امپراطورۍ ته ګواښ و او د لویدیځ او ختیځ مستکبرانو په دغه ګواښ باندې په ژورې پوهیدا او د صدام په لمسولو او راپارولو سره  ئې د ایران په ولس باندې جنګ مسلط کړ.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د ایران خلاف د تپلي جنګ هدف له امریکا څخه د نه ویریدو او د نړیوالې توکمپالنې او ظلم په وړاندې د  دریدنې او مقاومت په شمول له امریکا د نه ویریدو په شمول نورو ولسونو ته د ایران د ولس د خبرو او پيغام د انتقال مخنیوی وباله او زیاته یې کړه: د یو خپلواکه او الهام بخښونکي سیاسي نظام راڅرګندیدل هغه هم په یو داسې هیواد کښې چې د امریکا د هیلې، تکیې او طمعو او لالچ یو ټکی ګڼل کیده، د امریکااو سلطه ګرانو لپاره له سره د زغملو وړ نه ؤ، په دې وجه د کودتا، په طبس باندې د حملې او د قومونو د راپارولو په شان ناکامو تحرکاتو وروسته یې د ایران په ولس باندې یو هراړخیز جنګ راوتپه.

د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان نورو ولسونو ته د عبرت درس ورکول د ایران خلاف د تپلي جنګ له پیلولو د نړیوالو زیاته غواړو یو هدف وباله او زیاته یې کړه: دوي غوښتل چې د ایران د ولس په ځپلو سره د مقاومت پرانستی باب بیخي بند کړي خو ولس د استکبار د جبهې ټول اهداف شنډ کړل او د دښمنانو د تصور په اپوټه یې ځان مخته کړ او ډیر فرصتونه یې رامینځته کړل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په مختلفو سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو کښې د مقاومت له اصله استفادې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د مقدسې دفاع په دوران کښې ثابته شوه چې د دښمن د ګواښونو په وړاندې د هیواد ساتنه او دفاع یوازې د مقامت له لارې ترلاسه کیږي.

  داپه داسې حال کې دي چې  د ایران له مختلفو سیمو څخه د مقدسې دفاع ګڼ زرګونومبارزانو د خپلو ولایتونو له مرکزونو سره د تصویري ارتباط له لارې په دغې غونډې کښې ګډون وکړ.

د ویلو ده چې سبا پنجشبه د ۲۰۲۲ کال د ستمبر د میاشتې ۲۲ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د عراق د بعث رژيم د تپلي جنګ د پيلیدو کلیزه ده.

د صدام د رژیم تیري ګر پوځ د ۱۹۸۰ کال د ستمبر د میاشتې په دوویشتمه نیټه په دې خیال سره چې په یوې اونۍ کښې به تهران ونیسي، په مختلفو جنګي اوزارونو او وسلو سره په ایران باندې پراخه حمله وکړه.

دغه ورځ چې د لمریز کال د وږي د میاشتې یودیرشمه نیټه کیږی، په ایران کښې د مقدسې دفاع د اونۍ د پيلیدو ورځ نوموله شوې. له دغې نیټې څخه د یوې اونۍ په موده په ټول اسلامي ایرن کښې مختلفې دستورې ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4086952/%D9%BE%D

captcha