IQNA

د حسینی اربعیّن په دستورو کې د څه دپاسه ۲۱میلیون مینه والو ګډون او د حسینی حرم پرتم او ولوله

8:18 - September 18, 2022
د خبر لمبر: 3486237
ایکنا-(تهران)په کربلا معلی کې دحضرت امام حسین او حضرت ابوالفضل العباس علیهما السلام په سپيڅلی حرمیّن او شاوخوا کې د اربیعن په شپه او ورځ د غمجنو حسینی عزادارو اجتماع او پرتم او ولولې نړیوال هک حیران کړي دي.

د حسینی اربعیّن په دستورو کې د څه دپاسه ۲۱میلیون مینه والو ګډون او د حسینی حرم پرتم او ولولهایکناخبری آژانس دالمینار له قوله راپور رکړ،دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار د وفادارو یارانو دڅلویښتۍ یا اربعیّن په شپه او ورځ له درستې نړۍ څه دپاسه یویشت میلیون حسینی عزادارو  او مینه والو د سپيڅلی حرمین او شاوخوا کې ویر او ماتم وکړ او خپله مینه او عشق ئې نندارې ته وړاندې کړ.

په راپورونو کې وئيل شوي دي چې  د نړۍ له اتیاؤ هیوادونو څخه د حسینی اربعیّن په دستورو کې څه دپاسه یویشت میلیون مینه والو او عاشقانو ګډون کړی او له امام حسین علیه السلام سره ئې خپله مینه او عشق څرګند کړی، چې دغې چارې  او پرتم او ورورولۍ  او سرښیندنې او خدمت  درست نړیوال حیران کړي دي .

 په دې مناسبت یو انځوریز راپور هم ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4086068/%D8

captcha