IQNA

یوې ۱۳کلنې فلسطینۍ جینۍ په یوې میاشتې کې ټول قرآن حفظ کړ

16:40 - August 17, 2022
د خبر لمبر: 3486118
ایکناــ(تهران) د فلسطین رسندویو راپور ورکړ،د فلسطین دغزې تړانګې یوې دیارلس کلنې فلسطینۍ جینۍ جنی ادهم نعیم عاشورپه یوې میاشتې کې د خپلو استعدادونو په اساس ، مکمل قرآن کریم حفظ  کړی دی.

ایکناخبری آژانس د تواصل له قوله راپور راکړ،جنی ادهم نعیم عاشور د غزې تړانګې اوسیدونکي دیارلس کلنه فلسطینۍ جینۍ ده چې د قرآن کریم په بشپړ حفظ کولو کې  په بریالیتوب سره د دغې سیمې د قرآني چارو د مسئولانو له خوا ډيره ستایل شوې ده .

ددغې فلسطینۍ جینۍ د حافظ شونې خبر په ټولنیزو چینلونو کې په پراخه سویه  خپور شوی  او د ورځې په یوه بحث بدل شوی دی. ځکه چې عاشورد قرآن بشپړ حفظ،یوازې په یوې میاشتې کې سر ته رسولی دی  او دا قضیه دټولو لپاره دحیرانتیا وړ ګرځیدلې ده.

اقراء خیریه ټولنې په یولړ دستورو کې ددغې نابغه جینۍ قدرونه او ستاینه کړې ده  او دهغې لپاره ئې د بریالیتوب په هیلې کولو سره ټينګار کړی،دخداوندمتعال له درګاه غواړو چې د قرآن کریم دحفظ دغه توفیق د هغې او دهغې دمور پلار لپاهر د خیر ذخیره شي او له دغې قرآني څیرې اسلام او مسلمانانو ته پراخه ګټه ورسیږي او ټولنه ورځيني استفاده وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4078459/%

captcha