ایکناخبری آژانس د الوطن له قوله راپور راکړ،د کویت داوقافو او اسلامی چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل دغه سیالۍد کویت د امیر شیخ نواب احمد جابر الصباح په څارنې سره او د قرآني قرائتونو سره دعربی اوا سلامی امت د بلدتیا او دغه راز د قرآئتونو دعلم مطالعې او دقرآن حفظ ته دهڅونې په موخې سره ترسره کیږي.
د نړۍ دهیوادونو په سویه د قرائت دترټولو برلاسه کسانو معرفي،دقرآن کریم په حفظ کې د مثبتې سیالۍ د روحیّې خپراوی او د حفظ اوتلاؤت ته د زیات وخت ورکولو ته هڅول ، ددغو سیالیو نورې موخې اعلان شوي دي.
د کویت د اوقافو او اسلامی چارو وزارت همداراز په دغې اعلامیې کې ټينګار کړی دی، پر دغو سیالیو د کویت د امیر څارنه، د قرآن د حفظ له لارې د ملاتړ او د حافظانو د درنښت او هڅونې څخه ملاتړ دی او دا هیواد هماغه شان د کویت د قرآني جایزې په څير د فعالیتونو په اجرا سره په قرآني چارو کې یو فعال هیواد دی.
باید ووئيل شي، د کویت د قرآن جایزې دنړیوالو سیالیولسم پړاؤ د ۱۳۹۸لمریز کال په فروردین میاشت کې ترسره شوي چې په دغو سیالیو کې د ټول قرآن دحفظ په برخې کې د ایران د قزوین یولس کلن محمد یوسف درویشي، د تحقیق قرائت په څانکې کې د قم حمیدر رضا مقدسي او د خراسان رضوی ولایت څخه رضاګلشاهي په دغو سیالیو کې دایران د استازو په توګه پکې ګډون درلود.